مقاله

وېره

فرشته غنی

نن د سهار له اوو بجو چې په تمه یم د هغه زنګ راته رانغلو. یو غږ شو، وایې انفجار شوی. خدای دې هغه وساتی. ورته په تمه یم. زړه مې درزا کوی. ورته مسج کوم. ځواب یې نه راځی. خدایه ته یې وساتې راته. دا څه راکیږی. دلته مو ساه ایستل سخت شوې دی. ستونی کې مې غږ بند پاتې دی. آن چیغه نه شم کولی. ستونی می درد کوی. اخ تږې یم. اوبه مې نه تیریږی.  سودایی شوم. خدایه په دې ټوله نړۍ کې دې بس زه دومره مجبوره پیدا کړې یم؟

د هرې خوا نه آوازونه اورم. بیګاه مې خپله ځوانی مرګه خور په خوب لیدله. ډېرې پوښتنې مې ورڅخه وکړې خو ځواب یې نه راکولو.  خورې ستړې مه شې راغلې ؟ څه غواړې؟ لکه چې ژوندۍ یې؟

وی خدایه د مړه شوی کس په خوب لیدل خو ها پخوانۍ ښځې وایې چې ښه نه وی. بل څوک غواړی ځان سره یوسی. خدایه خیر دی زه ستړې شوې یم. دوه مرګه مې په تیرو څو میاشتو کې لیدلی. په کور کې نور محشر نه غواړم. خو هغه مې ولې مبایل ته ځواب نه راکوی. د کابل کوڅې خو ټولې د بمبونو له خطر ناکو کیسو ډکې دی. خدایه خیر دی یو څه موده مې نیږدې خپل راته مه وژنه. بس دی. نوې په حال راغلې یم.

د میز په سر په تور رنګی کیبورد مې ګوتې لکه د باد په زور د رپیدلې پاڼې په څیر تاویږی. فکر مې لا نورو بدو او بوږنونکو پیښو په لور ځی. که چیرته کابل په وینو سور شی او بیا غم ووینم. نوره ژوندۍ اوسېدی نشم. ساه اخیستۍ نشم. څه وکړم؟

زړه مې دی پسې دفتر ته یې ورشم. پوښتنه یې وکړم. زه به ورشم. خامخا ورځم. مدیر ته به مې ووایم چې څه کیسه ده. سمه ده وربه شم. اجازه به ترې واخلم. نه نه که ورته ووایم چې ددې لپاره له دفتره وځم چې هغه مې مبایل ته ځواب نه راکوی خو راپورې وبه خاندی. وایې به چې ته دې لیونۍ ته وګوره چې د دوه ساعتو لپاره چې یو چا مبایل ځواب ورنکړ نو نیږدې ده چې دمه یې له پښو ووځی. خو څه به کوم. هر څه فکر کوم څه کولی نشم. خدای دې ما ړنده کړی. کاشکې مې یې د همکار شمیره له ځان سره ساتلې وه. اوس به مې هغه ته زنګ واهه. داسې به وکړم چې مدیر ته مې بهانه جوړه کړم نو وربه شم چې دی ولې ځواب نه راکوی. په ښار کې هم د امبولانسونو غږ اورم. که په پیښه کې یې د وجود کوم غړی ټپی شوی وی. شاید مبایل یې چرته پروت وی. وضعیت به یې ښه نه وی. مبایل به یې چیرته په وینو لړلی وی. ګمان کوم فشار مې ښکته شوی. ضعف راباندې راځی. سرمې څرخ خوری. وږې شوې یم. نه نه زه به څنګه ډوډۍ خورم. که په هغه څه شوی وی. بیا به څه کوم. شاید زه لیونی شم. زه به څنګه د نورو لیونیو په څیر په کوڅو کې ګرځم. نه نه زه هم ژوندۍ پاتې کیدی نشم. زه به هم ځان وژنم. خامخا به دا کار کوم. صبر چې همکاره مې ډیر په ځیر ځیر راته ګوری چې څه وایې. هغه وایې چې څه راشوی؟ ورته مې ټوله کیسه وکړه. ډاډ یې راکړ چې زه هغه خو هم په رسنیو کې کار کوی. دومره خو پوهیږی، چې د ترهګریزې پیښې پر وخت ځان وساتی. زه پوهیږم چې دا دروغجنه ډاډګېرنه ده.

ځکه زه پوهیږم چې تر ټولو به مونږ په خطر کې و. زه پوهیږم هغه که په رسنیو کې کارکوی خو د باندې ځی. په ترهګریزه حمله کې ځان ساتل سخت دی. ورځینۍ کار یې همدا دی. باید د باندې لاړ شی. باید چې خپله دنده ترسره کړی. که انفجار هم کیږی هغه اړ دی کار وکړی. هغه وقفه نه اخلی. وربه شم دفتر ته یې. پوښتنه به یې وکړم. هو ورځم. نوره مې نو په وس کې نشته چې داسې دې کښینم. کار نشم کولی. که مې ریس اجازه نه راکوی نو بیا هم ځم پریږده جریمه دې شم خو نوره دلته اوسیدی نشم. اوف زه څنګه تر هغه ځایه رسم. اوه نه. د دفتر ساتونکی اجازه نه راکوی چې د باندې ووځم. هغوی وایې امنیتی وضعیت ښه نه دی. کارمندان نه پریږدو دباندې ووځی او زه همداسې په ډاګ پاتې شوم. پښو کې مې دمه نشته. مبایل آنتن نه ورکوی. د خطر زنګ ووهل شو. د دفتر ټول کارمندان په منډو شول. زه ځای په ځای ولاړه یم. هکه پکه یم. څه وکړم؟ یو چا له لاسه کش کړم. امن خونې ته شوم. غږونه لا هم دوام لری. ناآرامه یم. هڅه کوم د باندې ووځم، خو یو چا مې لاس نیولی دی. غنچه ده. مخ ته مې یې وکتل. رنګ یې تور اوښتی. سترګو کې یې اوښکې ټولې شوی. له دې ځایه وتل راته ګران ښکاری. لاس مې یې ټینګ کړ. ویل یې مه ځه. مه ځه خیر دی. د هغې څېره راته ډېره غمجنه ښکاره شوه. ډار یې په وجود کې ځای نیولی و. دوه مبایلونه یې غبرګ په لاس کې دی. کله یو او کله بل را واخلی یو چاته زنګونه وهی. لا زه هم په حال نه یم راغلې. اصلن نه پوهیږم چاته زنګونه وهی. مبایل یې آنتن ورک کړی. لږ لږ په حال راغلم. پوښتنه مې ترې وکړه. څه در شوی. ویل یې پلار مې. پلار مې ځواب نه راکوی. له شانه غږ راغی. لیونۍ پلار خو دې په هغه سیمه کې نه و، چې انفجار شوی. د غنچې اوښکې زیاتې شوې. سلګیو پسې واخیسته. نن یې هلته کار لرلو. له اتو بجو مخکې مې ورسره خبرې وکړې. اوس یې مبایل خاموشه دی. د خطر غږونه بند شول. مبایلونو هم آنتن ورکړ. هرچا مبایلونه غږونو ته کړل او زړه یې ډاډه کاوه چې د کورنۍ غړی یې ښه دی که نه؟ ما هم مبایل کې هغه ته زنګ واهه، چې غنچې چیغه کړه. بیخی ډېره ووېریدم. مبایل مې له لاسه وغورځېد. لړزې واخېستم. غنچه په منډو له اطاقه ووته. شاخوا شور شو. د غنچې پلار شهید شوی. د وجود وېره مې زیاته شوه. د هغه مبایل نه رخ کېده. په ژړا شوم. زنګ یې راغی. هغه دی. شکر ژوندۍ دی راته. هغه مې په سلګیو سلګیو ښه ورټلو. ورته مې ویل چې ولې یې ځواب نه راکاوه. وایې په کار کې بوخت وم. اوس مې هم د زړه درزا نه ده کمه شوې. لاپسې مې لاسونه ریږدی. خو خدایه شکر چې ښه دی. دلته افغانستان دی او زه ددې هیواد په پلازمېنه کې د هغه دردوونکې پیښې یوه بدرنګه خاطره ده، چې زه ورسره مخ شوم. دا خاطرې به یوه ورځ یادیږی او مونږ به هم همداسې یوه ښامار خوړلی و.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا