مقاله

د ۴جي لپاره د افغانستان د هوا قیمتي څپې

د افغان ټلیکام (سلام) شبکه د تر ټولو زیاتې فرېکونسۍ خاونده شوه

په تېرو اووه کالو کې د افغانستان ټولې هغه شتمنۍ او منابع چې دننه او دباندې وړیا او یا ارزانه کارول کېدې، په حیرانوونکي ډول قیمتي شوې، لوړ ارزښت او بیه یې پيدا کړه، داسې بیه چې که دا منابع سم مدیریت شي د افغانستان د اقتصادي ځان بسیاینې زېری راکوي.

دا مهال زموږ د جیو اکانومیک ارزښت او د اقتصادي څلورلارېتوب له کبله تاریخي وریښمین مسیرونه او لارې د سیمې لپاره فوق العاده قیمتي شوې دي او اوس مو د کانونو منابع هم د سیمې او نړۍ هېوادونو ته په افغانستان کې د استخباراتي رقابتونو پر ځای د اقتصادي رقابتونو د پيل او ورسره د افغانستان او سیمې د اقتصادي پیاوړتیا په موخه لارې څاري.

زموږ هوايي دهلېزونو زموږ د تولیداتو، وچې مېوې او نورو منابعو بیه دومره لوړه کړه چې اوس ګاونډیان زموږ تولیداتو ته له لاسرسي عاجز دي.

همدا راز ولسمشر د کمال خان او سلما بند په جوړېدو غږ وکړ چې زموږ اوبه له دې وروسته د ګاونډیانو د تېلو بدیل قیمت لري، هرڅوک چې تېل راکوي، موږ اوبه ورکوو، خو اوس د اترا ادارې د فریکونسۍ د تازه تخصیص او مدیریت د ابتکار له برکته ویلی شو چې هرڅوک له دې وروسته د افغانستان د هوا د څپو (د فریکونسۍ طیفي منابعو) د کارونې هوډ ولري، باید د افغانستان خزانې ته یې مناسبه بیه پرې کړي.

هو نن په تخنیکي اصطلاح د افغانستان طیفي منابع، امواج، فرېکونسي او په ساده اصطلاح د هوا څپو قیمت پیدا کړی، د افغانستان د هوا څپې اوس تر پخوا ارزښتمنې شوي او د لوړو بیو برخمنې دي، همدا وجه ده چې څو ورځې وړاندې مو په ۱۸۰۰ میګاهرټز بانډ کې د ۴جي خدمتونو لپاره ۵ میګاهرټزه فرېکونسي د افغان ټلیکام شرکت ته د سلام شبکې د خدماتو د پياوړتیا په موخه د مزایدې او بولۍ له لارې په ۱۷ میلیونه او ۲۰۰ زره ډالر ورکړه.

اوس افغان ټلیکام (سلام شبکه) له ټولو نورو مخابراتي شرکتونو څخه زیاته فریکونسي لري چې د غږ او ډېټا انټرنیټي بیسیم خدمات به یې ورسره لوړ شي او له یو کال څخه کمه موده کې به د هېواد ۵ لوی ښارونه له بهترو ۴جي خدماتو څخه برخمن شي.

د اضافي فریکونسۍ ترلاسه کول نه یوازې له مخابراتي شرکتونو سره په مارکیټي رقابت او د مشترکینو په جلب کې مرسته کوي، بلکې د خپلو تجهیزاتو او وسایلو پياوړي کولو، نوي کولو او بالاخره د شبکې نوي کولو، کیفیت لوړېدلو او خدماتو پراختیا کې هم مرسته کوي چې سلام شبکه به نږدې وخت کې له دې مزایاو برخمنه شي او نورو شرکتونو سره به هم له دغو مزایاو څخه د برخمنېدو علاقه مندي او د رقابت تلوسه زیاته کړي.

خو دا یې پیل و، ځکه په مختلفو بانډونو کې مو د فرېکونسۍ د منابعو نور آکشنونه، داوطلبۍ یا بولۍ هم ډیزاین کړې دي او له دې وروسته چې هر مخابراتي شرکت د هر ډول مخابراتي فریکونسۍ ترلاسه کولو غوښتنه ولري، د مزایدې، رقابت او داوطلبۍ له لارې به یې په رقابتي بیه ترلاسه کوي.

تر دې پخوا په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو ته ټوله فریکونسي په مساویانه مقدار او قیمت توزیع شوې وه، یعني زموږ له ۱۳۴ میګاهرټزو نه زیاته فرېکونسي چې هر شرکت ته ۲۶،۸ میګاهرټزه فرېکونسي رسېدلې وه قیمتونه یې مساوي وو، مګر له دې وروسته د اترا ادارې پالیسي دا ده چې د افغانستان طیفي منابع یا فریکونسي په مخابراتي سکټور کې د خدماتو پرمختیا او ښه والي په موخه د مناسب قیمت، رقابت او داوطلبۍ ته کېښودل شي او له هغو لارو نه چې پخوا یې تصور نه شو کېدای د افغانستان د خلکو د بسیاینې لپاره د دولت عایدات چالان او چینې یې تاندې شي.

موږ ته اړتیا ده چې د نورو پرمختللو هیوادونو په څېر د پرمختللو موبایل خدمتونو لپاره لږ تر لږه ۳۰۰ میګاهرټزه فرېکونسي وویشو، زموږ د تېرې اوونۍ اکشن او مزایدې په ۱۸۰۰، ۲۱۰۰ او ۲۶۰۰ میګاهرټز بانډونو کې له ۵۵ میګاهرټز بولۍ ته ایښې فریکونسۍ څخه د لږ تر لږه محاسبې له مخې ۱۰۸،۶ میلیونه ډالر عاید متصور و، تاسې خپله تصور وکړئ چې که له دې جملې یوازې ۵ میګاهرټزه فرېکونسي د افغانستان دولت ته ۱۷میلیونه او دوه سوه زره ډالر عاید په لاس ورکوي نو د اترا ادارې د ټاکلي هدف په اساس راتلونکو پنځو کلونو کې به د مزایدو له لارې د ۳۰۰ میګاهرټز فرېکونسي د ویش سقف ته رسېدو سره  د افغانستان دولت یوازې د هوا د څپو یا فریکونسي منابعو له لارې د څومره عایداتو خاوند شي؟

زه باید زېری درکړم چې اترا اداره له کابینې د ډیجیټلي ټلویزیوني شبکو مقررې په پاس کولو سره د انالوګ ټلویزیوني نشراتو لپاره کارېدونکې فریکونسۍ په وزګارولو بوخته ده چې دا فریکونسي د پرمختللو موبایل خدماتو لپاره تر ټولو غوره بستر دی، خو دا بستر تر اوسه پورې انالوګ ټلویزیوني نشراتي شبکو نیولی و.

که د هېواد ټول انالوګ تلویزویونونه ډیجیټل شبکې ته واړول شي، نه یوازې دا چې د ټلویزیوني شبکو نشراتي کیفیت به لوړ او عالي شي بلکې دا شبکې به د خپل پوښښ زیاتولو لپاره له لوړو مصارفو هم خلاصې شي او زموږ د پرمختللو موبایل یا بیسسم خدماتو لپاره وزګاره شوې د انالوګ ټلویزونونو فریکونسي به بله هغه قیمتي منبع وي چې مخابراتي سکټور کې به د خدماتو د ښه والي په موخه سالم رقابت ته وده ورکړي او د افغانستان ملي خزانې ته به ورسره ډېر او بېساري عایدات راشي. د افغانستان د مخابراتي سکټور کې د سالم رقابت د ودې په هیله.

سعید شینواری؛ د اترا ادارې د مطبوعاتو او عامه اړیکو رئيس

نوشته‌های مشابه

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا