تحلیل

سرکار به ملت کومې خواته ټېل وهی

ګران هیواد افغانستان کلونه کلونه کېږی چې د بې ثباتیو او جګړو په سره اور کې سوځی، افغان وګړی د دې اوږدې کشالې څخه رنځ وړی او له شته ستونزو څخه د خلاصون لاره ترې ورکه ده.
د هېواد اوسنۍ سیاسی اوضاع ته مظلوم او بې چاره هېوادوال ګوته په غاښ پاتې دی، هېواد له ډېرو نازکو اواساسو شرایطو څخه د تېرېدو په حال کې دی، معلومه نه ده چې افغان ولسمشر به له موجوده ستونزو څخه هېواد او دا مظلوم ملت کومې خواته ټېل وهی.
آیا افغانان به له شته سیاسی نظام څخه ملاتړ وکړی چې ټولو نړیوالو ممالکو په رسمیت پېژندلی دی؟ که، په قطر کې چې کومې د سولې خبرې جریان لری او کومه وروستۍ پرېکړه چې د دوحې له ناستې څخه راوځی له هغې څخه به خپل ملاتړ اعلان کړی؟ یا دا چې د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رییس هغه ټینګار چې واک به ټاکنو له لارې سپاری؟ به یو ځای ونیسی.
پوښتنه دلته پیدا کېږی هغه ارزښتونه لکه جمهوریت، د افغانستان اساسی قانون، بیان آزادی، د ښځو حقوق، د ښوونې روزنې سیستم، د رسنیو شتون او آزادی او ملی امنیتی ځواکونه چې په تېرو شلو کلونو کې په هیواد کې رامنځته شوی او افغانانو په ډېرو قربانیو لاسته راوړی؛ آیا افغان سرکار به په ریښتونې توګه ترې ساتنه وکړی او که د خپل سیاسی واک د ساتلو له پاره به له یادو پرمختګونو تېر شی.

به تلگرام راه مدنیت بپیوندید: https://t.me/madanyatdaily
که چېرې افغانانو ته یوه تل پاتې او پر خپلو پښو ولاړه سوله پر یو قوی نړیوال ضمانت را مخې ته کېږی چې زموږ ټول ملی ارزښتونه پکې خوندی پاتې کېدونکې وی او بیا افغانان پکې بې ځایه او بې مفهمومه و نه وژل شی، یوه بې چاره مور او پلار پکې بې زویه نه شی، کوچنیان پکې بې پلاره او افغانې پتمنې ښځې پکې سرتورې، وړې ماشومانې او ماشومان مو پکې بې تعلیمه پاتې نه شی، نو د افغان ولس د ټولو سیاسی اقشارو په شمول مدنی فعالانو او نورو جهتونو ته بویه چې داسې سولې ته په یوه غږ لبیک ووایې، کوم طلایی فرصت چې نړیوالو موږ ته راکړی، باید هغه له لاسه ورنه کړو او په ډېرې هوښیارۍ سره دا پروسه سرته ورسوو. که چېرې د قدرت د انتقال خبره شی چې ورسره سوله په واقعی توګه لاس ته راځی، بیا نو په کار ده چې سوله د یو فرد له پاره قربانی نه کړو.
افغان سرکار ته په کار ده چې دې قربانۍ ته په افغانی غرور سره حاضر شی، لکه نوموړی چې په هر غونډه کې وایی چې هېواد او هېوادوالو سره لېونۍ مینه لری.
دلته به یې دا خبره هم په اثبات ورسیږی او په تاریخ کې به یې نوم هم په زرینو کرښو ولېکل شی. خدای (ج) مه کړه که چېرې سوله د څو سیاسی اشخاصو له خوا سبوتاژ کېږی، دا نو بیا افغانان یوې بلې مرګونی کندې ته غورځول دی، بیا به سوله په لا نورو سرښندنو هم لاسته رانه وړو، بیا به افغانان په ډلو او ډلګیو وویشل شی، قومی، سمتی او ژبنی تعصبات به خپلې اخیرنۍ پولې ماتې کړی، د افغان وطن دښمن ته به یو ښه چانس په لاس ورشی او څه یې چې زړه غواړی هماغه به وکړی.
موږ باید په ډېر متانت یو او بل په کامله توګه وزغمو، د ورورولۍ لاسونه سره ورکړو، داسې یو قوی مرکزی نظام رامنځته کړو چې ټولو خواوو ته د منلو وړ وی او افغانان پکې خپل ځان ووینی. که دسولې زرین لمر د هېواد په دا هسکو غرونو را جګ شی، بیا به د ممبر او دولتی ادارو ترمنځ چې کوم مخالفت موجود دی، ورته به د پای ټکی کېښودل شی او د ښاری او کلیوالی ژوند ترمنځ به واټن راکم شی.
په تلو تلو کې وایم: که زه وایم چې زه یم او ته وایې چې زه یم، نه به ته وې نه به زه یم؛ که زه وایم چې ته یې او ته وایې چې ته یې، هم به زه وم هم به ته وې.
خیرمحمد سلطانی

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا