په لرو پرتو سیمو کې د نجونو د زده کړو پروړاندی شته خنډونه

دا چې ښوونه او روزنه د هر انسان طبیعی حق دی، له دې نعمت څخه افغانې نجونې باید محرومې پاتې نه شی. د بشریت ستر لارښود حضرت محمد هم په دې ټېنګار کړی دی چې«تعلیم پر هر مسلمان نارینه او مسلمانې ښځې فرض دی.» بل ځای کې یې ویلی چې «د علم طلب وکړﺉ اګر که په چین کې هم وی»
موږ خو لرې پسې مزل ونه کړو چې هېواد کې دننه یې هم مخالفت کوو. لکه څرنګه چې هڅه او کوښښ کوو چې زموږ نارینه اولادونه باسواده او د علم په ګاڼه سمبال وی، همدارنګه کورنیو، میندو او پلرونو ته پکار ده چې د خپلو ښځینه اولادونو د زده کړې په باره کې هم جدی و اوسی او په روزنې او پاللو کې یې خپل مسؤلیت ادا کړی.
په ښوونه او روزنه کې چې کومو شیانو ته اړتیا لری په ښه سلوک او کردار یې ورته مهیا کړی. د ښوونې او روزنې نننی سیستم په لرو پرتو سیمو یعنې کلیو او بانډو کې ډېر په سستۍ روان دی، ځینې سیمې خو بیخی ترې محرومې پاتې دی او په هغو سیمو کې چې نجونې ښوونځیو ته ځی، له ډېرو سختو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. د بېلګې په توګه غواړم چې ځینو ته یې نغوته وکړم.

د مسلکی ښځینه ښوونکو نه شتون
پوهنې وزارت ته په کار دی چې په دغسې سیمو یا ولسوالیو کې دارالمعلمین یا الحاقیې د دولسم پاسو ښځینه ښوونکو له پاره ایجاد کړی تر څو د شته ښوونکو ظرفیت لوړ شی. له دولسم ټولګی څخه فارغ ښوونکی لسم، یولسم او دولسم ټولګیو زده کوونکو ته تدریس کول د ښوونې او روزنې په سیستم کې زده کوونکو سره غټ ظلم دی. له ښوونکو څخه چې څوک پوښتنه وکړی چې د زده کوونکو ظرفیت ټیټ دی په څه نه پوهیږی نو بیا درته وایی چې د دوه نیمو روپو خو همدومره ګوړه وی. دولت ته په کار دی چې د ښوونکو د معاشاتو د لوړولو په برخه کې اقدام وکړی.

د درسی موادو نه شتون
درسی توکی لکه کتاب، درسی سلیډونه، په عملی تدریس کې نور لازم مواد لکه لابراتوارونه، کمپیوټر او داسې نور لازم شیان چې زده کوونکی ور څخه په زده کړه کې استفاد کوی د نجونو په ښوونځیو کې هډو شته نه، که وی هم مسلکی ښوونکې نه دې موجودې چې له یادو موادو څخه استفاده وکړی.

د تعمیرونو نه موجودیت
شاګردان د اوړی په توده هوا کې بې سر پناه د لمر ګرمو وړانګو ته ناست وی او یا په بارانی موسمونو کې په ورځو ورځو د زده کوونکو پر مخ ښوونځی تړلی وی.

ټولنیز محدودیتونه
ځینې کورنۍ له دولسم ټولګی څخه فارغې شوې خور یا لور ته اجازه نه ورکوی چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړی. ډېرې بیا داسې هم شته چې له شپږم نه تر نهم ټولګی وروسته ورته د نورو زده کړو اجازه نه ورکوی. دې ټولنې او دې محرومې ټولنې ته چې کله په خپلو کورونو کې ښځې خویندې لور ګانې ناروغه شی بیا د یوې ښې ډاکټرې په لټه کې وی دا فکر نه کوو چې همدا زموږ ښځېنه زده کوونکی دی چې سبا ته ښې ډاکټرانې، تکړه ښوونکې او نرسانې ترې جوړیږی، دې ټولنې بار په خپلو اوږو اخلی او ټولنه کې شته ستونزو ته د پای ټکی ږدی. موږ له پکار ده چې خپلو لوڼو ته د ژوند په هر عرصه کې ونډه ورکړو او د زده کړې کوم مسلم حق مو چې ترې اخیستی دی بېرته یې ورکړو. دافغانستان د پوهنې وزارت باندې هم غږ کوو چې په دې برخه کې لا نور ګامونه اوچت کړی. که د خلکو پوهولو له پاره یو عامه پوهاوی ترسره شی چې خپلو نجونو ته ښوونځی ته د تګ اجازه ورکړی موږ او هېواد به مو د روښانه راتلونکې شاهدان و اوسو.
که د نړۍ پرمختللو هېوادونو ته ځیر شو د پرمختګ لومړۍ عامل یې د ښوونې او روزنې د نهادونو پیاوړی کول وو. ښوونه او روزنه به مو د سیالانو سره سیال کړی. موږ خو چې د سیمې او په ځانګړې توګه د ګاونډیو له سیالۍ څخه یې چې وروسته پاتې کړی یوو، دا دلیل لری چې پوهنې ته مو هر وخت نه کلمه کارولې او تېښته مو ترې کړې. نننیو افغان زده کوونکو کې یو ډېره ناوړه پدیده شتون لری هغه دا چې ښوونځی ته تګ ځان سره جبر بولی، یا له ښوونځی څخه تیښته کوی. په دې اړه کورنۍ له خپلو ماشومانو څخه پوښتنه نه کوی او څنګه چې لازمه ده هغسې مو کار نه دی کړی. موږ که د نړۍ بې ساری پرمختګ ته وګورو، دا د پوهنې له برکته دی. پوهنه ده چې اونۍ اونۍ مزلونه یې څو ساعتونو ته را لنډ کړل، سړه اوسپنه یې په حرکت کړه، همدا پوهنه ده چې نړۍ یې په یو جال کې رانغاړلې، لکه انټرنټ یا فیسبوک چې د انسانانو ډېرو ستونزو ته یې د حل لار پیدا کړه. پوهنه ده چې انسانی روباټ یې رامنځته کړ، په ورځنی ژوند کې انسانان د موبایل له کارونې څخه څومره مفیده ګټه اخلی او موږ په څه باندې لګیا یو! په یوویشتمه سدۍ کې د ښځو زده کړه راته شرم ښکاری.
دسلیمان لایق شعر رایاد شو چې وایی:
خلکو لاندې تر پښو ستوری سپوږمۍ کړل
دی له دوه مېږو ته ناست دی او شپنی کا
خیرمحمد سلطانی