مقاله

د ژبې د پرمختګ لاملونه

که څه هم انسان داسې یو ژوندی موجود الله‌ (ج) خلق کړی دی. چې له پیدا کېدو سره یې سم دځینو شیانو پرزوینه ور باندې کړې ده. چې د هغوی له جملې څخه یوه هم ژبه ده. ژبه دپوهولو را پوهولو وسېله ده. چې ددغې مهمې وسېله په واسطه انسانان یو بل ته معلومات لېږده وی. او په خپل منځ کې سره اړیکې ټېنګه وی.
دهمدې ژبې په واسطه یو او بل سره پېژنی که دنړۍ پرمختللو هېوادونو ژبې چې په بې ساری توګه پرمخ تللی دی. یواځنی عوامل یې دهغو ملتونو پرمختګ بللی شو. په دې لویه ارته ځمکه کې چې کوم انسانان ژوند کوی په مختلفو ژبو باندې ګړیږی. په نننۍ نړۍ کې تر ٧٠٠٠ زرو پورې ژبې شتون لری.
چې ده هغوی له جملې څخه یې دګوتو په شمار ژبې پر مختللی دی. لکه انګلیسی، چینایی، فرانسوی، جرمنی، هسپانوی، روسی او عربې دی. دا ځکه چې دهمدغو ژبو وګړو په ډېر زیار او کوښښ سره نوې اعتراګانې قوی اقتصاد پر مختللې تکنالوجی او همدارنګه د طبابت په برخه کې دقوی درملو او واکسینونو منځته راوړل همدا لامل دی. چې ژبو یې په بې ساری ډول پرمختګ کړی دی.
کومې ژبې چې پرمخ ځی یا پرمختګ کوی څو لاملونه لرې. چې په لنډ ډول باید ورته نغوته وکړو. لومړۍ: هغه ژبه پرمخ تللی شی چې دینی مذهبی او کلتوری قوانین یې پر خپلې ژبې وی. لکه عربی ژبه موږ اوتاسو ټول ددې شایدان یو چې دعربۍ ژبې پرمختګ غټ لامل همدا دی. لوی او ستر آسمانی کتاب قران عظیم شان په عربۍ ژبې باندې راعلی دی. دآحادیثو لوی کتابونه دمذاهیبو فقهی مسایل دنړۍ ټول مسلمان ملت له هغوی څخه استفاده کوی. اود ژوند په چارو کې یې عملی کوی. وګړی یې پرخپلې ژبې لیک اولوست اوپه نورې اسلامی نړۍ کې هم دینی زده کړې په همدې ژبې مروجې دی. او داسې نور مثالونه هم شتون لری. چې دا ژبه یې پرمختللو ژبو په کتار کې اودرولې ده.
دوهم اقتصاد: دنړۍ پر مخ چې کوم زبرځواک هېودونه موجود دی. او خپل اقتصاد یې غښتلی کړی او کوم بل هېواد ته یې دفقر لاس نه دی اوږد کړی. د ډېر کار او زیار په نتېجه کې خپلې اړتیاوې پوره کړې. دژوند ټول سهولتونه یې دخپلو وګړو له پاره مهیا کړی. لوې لوې فابرېکې لکه د موټر جوړولو فابرېکه، دتعمېراتی سامان الاتو فابرېکې او همدا رنګه چې انسان په خپل ژوند کې کومو لازمی شیانو ته اړ دی هغویی دنړۍ ګوټ ،ګوټ ته ورسوی. نوځکه به یې ژبې هم پرمختګ کوی. لکه په اوسنۍ نړۍ کې دچین هېواد د قوی اقتصاد په لرلو سره یې ژبه څومره دپرمختګ په حال کې ده.
دانګلیسی ژبه څخه وروسته په نړۍ کې دوهمه ژبه بلل کېږی. دنړۍ په اکثریت لویو او وړو ښارونو کې دچین هېواد توکی پېر اوپلور کېږی همدا کار د دویو دژبې دپرمحتګ سبب ګرځېدلی دی. او بل دا چې د زیات نفوس درلودل هم یو لامل کېداشی.
دریم لامل احتراګانې: دټکنالوجۍ کوم پرمختللی وسایل چې موږ په ورځنی ژوند کې کارو . اومفیده ګټه تر اخلو. که هغه دانسانانو د تګ راتګ وسایل دی. داړیکو نېولو دستونزو حل کولو وسایل دی. چې انسانان یې له سختو کړاونو څخه خوندی کړل په دغو اختراګانو کې چې کوم هېوادونه لاس لری عبارت له انګلستان، جرمن، فرانسه، روسیه، او دامریکا متحده ایالات دی.
د همدغو ممالکو ژبې دنړۍ له سترو پر مختللو ژبو څخه ګڼل کېږی. کله چې یو نوی شی کشف کړل شی. دخپلې ژبې نوی ویی(لغات) ورته پېدا کوی. چې بیا نورو ژبو ته هم همغه لغات ور دننه کېږی. لکه زموږ دهېواد ملی او رسمی پښتو او دری ژبو ته راغلی دی. مثال موبایل، کمپیوتر، فیسبوک، ټویټر، ګوګل، او داسې نور پورته مې چې کوم هېوادونه یاد کړل هم دغښتلی اقتصاد لرل او هم یې دنوې ټکنالوجۍ رامنځته کول یا نوې اختراګانې اوبل داچې دمجربو لېکوالانو او ادیبانو درلودل چې خپلې ژبې ته یې په بی ساری توګه کار کړی دی.
د وروسته پاتې هېوادونو وګړو هڅه دا ده چې د پرمختللو هېوادونو ژبې زده کړی. دا ځکه چې په نړۍ کې د روزۍ ګټلو ژبې همدا ژبې دی. که دې نه وی زده ستونزو سره مخ کېږی. دایې یو بل دپر مختګ ستر لامل دی. دنړۍ نورو قومونو هم همدا ژبې زده کړی نوځکه یې دغو ژبو پرمختګ کړی دی. لکه څرنګه چې دنړۍ غریب هېوادونه له پرمختګ څخه وروسته پاتې دی. همدا ډول یې ژبې هم دنړۍ له قوی غښتلو ژبو څخه وروسته پاتې شوی.
څلورم لامل ولسی ملاتړ: که موږ دګران هېواد دوه رسمی او ملی ژبې پښتو او دری ته ځیر شو دنړۍ دنورو ژبو څخه ډېرې په ټیټه کچه کې قرار لری. دا ځکه چې کوم کړنې چې دیوې ژبې د پرمختګ لامل کېږی هغه مو نه دی ترسره کړی هر انسان حق لری چې پر خپلې مورنۍ ژبې لیک لوست وکړی افغان ولس ته په کار دی چې تربل هر څه واړندې خپلو ژبو ته ډېره پاملرنه وکړی.
یواځنۍ د پښتو ژبه وه چې خپلو وینکو په ملاتړ ژوندۍ پاتې شوه دحکومت په دربار کې هم اجرات په نوموړې ژبې باندې نه وو. په اوسنی وخت کې ورته ډېره پام لرنه شوې دځینو لېکوالانو، ادیبانو، او ژباړونکو له خوا آن په ګوګل کې یې شاملېدل نه خیرېدونکی خدمت بللی شو موږ باید خپلو ژبو ته دنثر په برخه کې زیات کار وکړو او دژبې دا برخه بډایه وساتو. کوم قومونه چې قوی اقتصاد قوی ټیکنالوجی غښتلی علمأ، ادیبان، لېکوالان لری ژبې هم پرمختګ کوی.
په سراج‌الاخبار کې محمود طرزی دژبې په باره کې لېکلی وو«هر قوم به زبان خود هر زبان به ادبیات خود زنده میمانند» ژباړه هر قوم په خپلې ژبې هره ژبه پر خپلو ادبیاتو ژوندۍ پاتې کېږی. دهېواد دا دوه ژبې چې تر اوسه ژوندۍ پاتې دی. څه هڅه زموږ د تېرو لېکوالانو ادیبانو آثارو وجه ده اوبله وجه یې زموږ دوګړو ده چې په خپل منځ کې ورباندې ګړیږی. د ترکې ولس څومره خپلې ژبې ته کار کړی دی.
ترکی وایی، ترکی لېکی، ترکی لولی، ددې ژبې پاتې کېدل یوازې اویوازې دخپلو وینکو ملاتړ بللی شو. نو موږ حو خپلو خوږو اودرندو مورنیو ژبو ته هیڅ هم نه دی کړی. که موږ وغواړو چې ژبه مو دنورو ژبو په شان پرمختللې اوژوندۍ وی. نو ډېر کار اوزیار ته ضرورت دی. که چېرې دنړۍ نورو ژبو زده کول غواړو نو په کار د چې په څنګ کې خپله مورنۍ ژبه له یاده او نه باسو خپل حق یې اداکړو.
داځکه چې همدا ژبه مو دنړۍ نورو قومونو ته ور پېژنی موږ له په کار ده چې پر خپلو ژبو ویویاړ وکړو اوڅه مو چې په خپل وس او توان کې دی. هغومره ورته دخدمت جوګه شو. پرېنږدو چې نورې ژبې مو پرخپلې ژبې یرغل وکړی دا هڅه باید وکړو چې خپله ژبه ولېکو ویې لولو ویې وایو که د نړۍ پرمختللو ژبو په کتار کې نه شو اودروی دومره حو باید وکړو چې له نورو ژبو یرغل څخه یې خوندی وساتو. یو شاعر وایی «بلې ژبې زده کول که لوی کمال دی/ خپلې ژبې هېرول بې کمالی دی.»
خیرمحمد سلطانی

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا