تحلیل

ولې دافغانستان سیاسیون دموجوده نظام خلاف څرګندونې کوی؟

خیرمحمد سلطانی

افغانستان له داسې قومی اوګوندی جوړښتونو څخه جوړ هېواد دی چې باید په حکومتی چارو کې ټولو ته ونډه ورکړل شی. په هېواد کې اوسنی ګوندونه هم په قومی او سمتی بڼه تشکیل شوی دی. داسې ګوند به پیدا نه شی چې په ملی بڼه تاسیس شوی وی چې دهېواد او خپلو وګړو له پاره برنامې ولری.

په ځای د دې چې دهېواد له پاره ملی برنامې وړاندې کړی دوی خپل ګوندی ملګرو ته تر هر څه وړاندې لومړېتوب ور کوی او آن ځینې یې دا سې هم شته چې له بهرنیو هېوادونو څخه تمویلیږی او د پردیو موخو له پاره کار کوی. کله چې زموږ په ګران هېواد کې یو مرکزی نظام منځته راغلی او په ډېره ستونزه یې د خپلو وګړو اعتماد لاسته راوړی دپرمختګ په لور یې ورو ورو قدمونه اوچت کړی.

نو زموږ دښمنان په دې پوهیدلی چې په افغانستان کې د یو قوی نظام پاتې کېدل د دوی په ګټه نه، بلکې د دوی په خسران تمامیږی. نوبیا یې د هغو اشخاصو په ذرېعه چې دوی دخپلو شومو موخو له پاره په افغانستان کې ګمارلی ځکه چې د همدغو په ذرېعه ګټه پورته کوی.

همدا ډلې او ټپلې په یوې اوبلې پلمې راپورته شوی د خپلو نظامونو په خلاف یې خپلې ژبې تېرې کړی او یایې وسلواله مباریزه پیل کړې. ځینې یې بیا داسې هم شته چې که په نظام یا حکومت کې ورته ونډه ورکول کېږی چوپه خوله وی. که چېرې دنظام مشرتابه له خوا ورته ونډه نه ورکول کېږی بیانو دحکومت په مخالفت کې دومره انحراف کوی چې سړی دومره مایوسه کړی چې ووایې چې په هېواد له سره نظام شته نه.

خوشبختانه باید ووایو چې اوس هغه افغانان او افغانستان نه دی چې څو لسیزې مخکې و اوس هر افغان وګړی په دې پوهېدلی چې هېواد یې ناموس دی هېواد یې غزت دی تر چې افغانان وی یو سر لوړی افغانستان به وی. دا ملت دا مړنی ملت تر بل هر څه خپل ټاټوبی سره ډېره زیاته مینه لری. اوس هېوادوال پوه شوی دتعلیم اندازه یې لوړه شوی دمهاجرت ترخو تجروبو څخه یې پند اخېستی هیڅوک یې نه شی تېر ایستلی چې بیا به د هغو مغرضو سیاسیونو په خوله باندې چې د پردیو موخو له پاره په هېواد کې یو ځل بیا اړو دوړ جوړول غواړی.

هغه پردی پال سیاسون دې په دې باندې ښه غوږونه خلاص کړی چې نور هغه وخت پای ته رسېدلی چې په هېواد کې یې د پردیو اهدافو له پاره یې خپل کور په کنډوله بدل کړو. څو نسله ځوانان مو د تعلیم څخه محروم پاتې شول دیوه کور بچیان یې په خپل منځ کې سره وجنګول قومی، ژبنی، سمتی، مذهبی اختلافونه یې رامنځته کړی وو.

دهمدغو سیاسیونو زامنو، لورګانو او دکورنۍ نورو غړو یې په بهرنیو هېوادونو کې په لوړو زده کړو بوخت وو. دنورو مظلومو افغانانو زامنو څخه یې ډال او سپر په توګه ګټه اخسته دخپلو ناوړه اهدافو له پاره یې دنورو مظلومو افغانانو زامن سره وجنګول په دې بې مفهومه جګړه کې ډېر مظلوم ځوانان مو ووژل شول. څوک پکې معیوب او آن ځینې خو لا اوس هم نادرکه دی. چې کورنۍ یې اوس هم دلېدو په تمه ناستې دی. که دغه سیاسون اوس هم همغه خوبونه وینی چې بیا به دا ملت تېر باسی دا آرمان به ګور ته یوسی.

دهېواد وګړی نور باید هوښیار اووسی هغو ډلو او ټپلو ته اجازه ورنه کړی چې په تېرو وختونوکې راته تجربه شول. ازمایل شوی چې بیا ازمایو دا خطا یی ده بغیر ده ویجاړۍ بربادۍ څخه یې ملت ته کومه بله لاسته راوړنه نه درلوده د داسې کړیو ګټې یواځې او یواځې په جګړه کې نغښتې دی. څوک په کې تجاران شول ځینې بیا په کې دمیلونونو ډالرو څښتنان شول ملت یې دسوال په ګدۍ کېنولو.

پوښتن خو یو وار چاترې ونه کړه چې لا پسې لګیا دی نظام ننګه وی دهېواد وګړو ازهان مغشوشه وی. نور د دې وخت رارسېدلی چې ملت را پاڅی ګرم ته ګرم ووایی اود خپل نظام ملاتړ وکړی. که د نظام په راس کې احمد وی یا محمود که موږ یو قوی مرکزی نظام ولرو انشاالله چې له شته ستونزو څخه به ډېر ژر را ووځو.

په یو هېواد کې قوی نظام هغه وخت راتلی شی چې وګړی یې ملاتړ وکړی حکومتی چارواکو ته هم په کار دی چې خپل مسولیت وپیژنی او څه چې ورسپارل شوی په سمه توګه یې سرته ورسوی. له خپلو شخصی ګټو څخه تېر دهېواد ملی ګټو ته ژمن ووسی. ملی ګټې یعنې څه؟ د قوی اقتصاد درلودل هغه وخت قوی اقتصاد لرلی شو چې دهېواد په وارداتو او صادراتوهمدارنګه په بهرنیو مرستو کې په هېڅ صورت لاس وهنه موجوده نه وی. او بل دا چې یو پر مختللی زراعت چې ټولې غلې دانې مو خپلو کرنیزو ځمکو څخه لاسته راشی.

نو مهمه کار دغه ده چې اوبه ورته مهار کړو. کله چې د اوبو مهارولو خبره ګرمه شی نو کور دې ننه او بهر زموږ پر نظامونو فشارونه زیات شوی. دا ځکه چې زموږ د ګاونډیو هېوادونه په دې کې لوی لاس لری. د هغو کسانو په مرسته دا کار کوی چې دوی د خپلو اهدافو له پاره زموږ هېواد کې دهمدغو کړنو له پاره ګمارلی. که چېرې موږ د اوبو په مهارولو بر لاسی شوو زموږ ګاونډی هېوادونه لوی زیان سره مخ کېږی. همدارنګه دهېواد ځنګلونو ساتل زموږ ملی وجیبه ده او په ښه توګه ترې باید ساتنه وکړو. د ارضی تمامیت څخه دفاع مو مسلم حق دی. دا ټول هغه څه دی چې موږ ورته ملی ګټې وایو.

 ددغو شیانو ساتنه هغه وخت کولی شوو چې یو قوی مرکزی نظام ولرو. د افغانی ټولنې وګړو ته په کار چې په هر حالت کې دخپل حکومت ملاتړ وکړی. دهغو سیاسونو په خوله تېرنوځو کوم چې هر وخت دخپل نظام مخالفت کوی. کوم کارونه چې زموږ نظام یې غواړی چې سرته یې ورسوی لکه داوبو راګرځول یا د ځمکې لاندې کانونو راسپړنه یادملی ځواکونو پیاړی کول دا دهېواد پر دوښمن ښه نه لګیږی.

دا کار دوی ته داسې دی لکه په سترګو اغزی نو ځکه زموږ په کور دې ننه یې داسې کړۍ راته روزلی چې د خپلو حکومتونو مخالفت کوی. او نظامونو په پاشلو کې تجربې لری. په کور دې ننه او له کور څخه بهر دافغانستان دوښمنان دې په دې ښه وپوهیږی.

چې افغانان به هېڅ وخت دخپل هېواد او خپل نظام په مقابل کې اسلېحه پورته نه کړی. او نه به دهغو ګوندونو مشرانو تر شا ودرېږی چې په (٧٠) لسیزه کې یې هېواد له خاورو سره خاورې کړو او ځانونه یې میلونران کړل افغانانو د نظام پاشل تجربه کړی بیا به په هېڅ صورت تاریخ تکرار نه کړی.

زما په اند دموجوده نظام بڼه موقتې ادارې ته وړل دا نو ملت ته داسې ده لکه د زهرو ګوټ په سر اړول وی. په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر هم تر اوسه دموقت حکومت خبر نه دې را بر سېره کړې. او دلته په هېواد کې ځینو سیاسیونو د دې له پارګرمه کړې چې پر حکومت له دې لارې څخه فشار وارد کړی تر څو یا په حکومت کې ځان ته ځای پیدا کړی اویا ورته بهرنی باداران دا خبره کوی چې بیا اوبه خړې کړی کبان په کې اونیسی.

زموږ په ګران هېواد کې یو ځل بیا اړو دوړ پیدا کړی یوې بلې سترې غمیزې ته ملت ور ټېل وهی. زموږ په اوسنی نظام کې هم داسې اشخاص او کړۍ موجودې دی چې ملی ګټو ته ژمن نه دی او دنظام په کمزورۍ کې لوی لاس لری.

د داسې کسانو مخه باید ډب شی او دملت ریښتینو بچیانو ته باید دحکومتی ادارو مسولیتونه وسپارل شی. یو خو به دفساد مخه ونیول شی اوبل دا چې په حکومت به دخلکو اعتماد زیات شی په نظام کې تغیر او تبدیل ډېر اړین دی. که له اداری فساد څخه پاک حکومت ولرو قانون په کامله توګه تطبیق کړی هېوادوالو سره یې چې کومې ژمنې کړی پوره کړی هېڅ لورې ته به پر نظام دنیوکو چانس نه برابریږی.

کله چې په هېواد کې وګړی د مخالفتونو پر ځای د خپل نظام ملاتړ وکړی لرې به نه وی چې ډېر ژر به د یو لوی او چټک پرمختګ شاهدان و اوسو.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا