مقاله

پرمختګ پال او سمون پال

محمد اسلم دانشمل

دغه دوه اصطلاح ګانې د انګلیسی ژبې له ماډرنیست او رفورمیست څخه ژباړل شوی دی؛ دا دوه اصطلاح ګانې موږ په خپله فکری اډانه کې ډېرې کاروو نو دا چې موږ دلته د افغان انسان د ښیرازۍ لپاره مبارزه کوو، اول له سمون پالنې شروع کوو ترهغه چې په ټولیزه توګه په مادیاتو او معنویاتو کې سمون رامنځ ته شی.

دا په دې مانا نه دی چې په مطلق ډول دې په ټولو عقیدوی، کلتوری چارو او د خلکو په اسطورو کې بدلون راشی، کومه نوې کلتور عقیده دې پرې وتپل شی، ځکه چې په دې کار سره د ټولنو او ملتونو حساسیتونه را پورته کیږی؛ نو د سمون پالنې څخه مو مطلب په کلتوری رسوماتو او ټولنیزې ښاروندۍ کې هغه ټکی دی چې د ټولنې د هوساینې په وړاندې خنډونه جوړوی؛ نو سمون دې پکې رامنځ ته شی.

دلته د عامه ذهنیت په اړه لږ تم کېږم، په ټولنه کې دود شوی قواعد چې د فساد او انسان وژنې په وړاندې معافیت پیدا کوی، باید د خلکو له اذهانو یې منفی کړو، ترڅو د نادودو په وړاندې ملت حساس شی، هره نادوده بې پروا ونه نېسی، د ښاروندى نورې برخې لکه کور، کوڅې او ښار پاک وساتی؛ د خپل ښوونځی نظارت وکړی، د خپل کلی عامه شتمنیو ساتنه او څارنه وکړې او په ټولنه کې عامه او شخصی شتمنیو ته احترام وکړی.

دا ځکه چې په هیواد کې فسادګر خلاصې تڼى ګرځی، هره ورځ افغان انسان د هدفې وژنو ښکار دی؛ هر څوک ملی شتمنی په خپله ګټه استعمالوی، ملی شتمنۍ ته احترام نشته، د ښاروندى اصول ډېر کم یا هم حتا هیڅ عملې کېږی نه، د ښار په منځ کې په لارو او کوڅو کې غله په رڼا ورځ د خلکو جیبونه لوټوی، د لاسونو نه یې ځېرک تیلیفونونه تښتوی؛ ولې نور ښاریان ورته ګوری.

موږ هیڅ تجربه نکړل چې خلک دې په ټولنیزه توګه راپورته شی او یو لورى دې ونېسی. دلته واضحه شوه چې ټولنیز سمون ته څومره اړتیا ده. کله چې په دې چارو کې سمون ملاحظه شو، نو ملتونه به پرمختګ ته ورنږدې شی او له هغه ځایه پرمختګ پالنه شروع کیږی، پرمختګ ته چې کله د سمون پالنې په اساس زمینه مساعده شوه، نو په ټولو چارو کې د ښه والې روحیه ورو ورو را ژوندى کېږی. دا وضعیت د خلکو د عامه ذهنیت د لوړوالې ښکارندویی کوی

پرمختګ موږ داسې تفسېروو چې په ټولنیز ماحول کې د خلکو د عقایدو او کلتور په اساس رغنیز بدلون دی چې د ټولنې د خلکو دغوښتنو په اساس رامنځ ته کیږې.

 کله چې د خلکو افکار دې ته اماده شې چې رغنیز یون پیلوو، د خپلو ګډو ګټو ساتنه او څارنه کوو، خپل ښار، کلى او په ټوله کې هیواد په خپله په خپلو کمو امکاناتو ابادوو، نور د چا په تمه نه کینو؛ همدا د پرمختګ وسایل دی.

زموږ د هیواد له پاره پرمختګ دا دى چې روانې اوبه مهار کړو، زراعت مو په ملی اقتصاد کې خپل رول څرګند کړی، صنعت ته پراختیا ورکړو او خپل صنعتی توکې نړیوال بازار ته د خپل هیواد په نوم ورسوو؛ خپل سړک، ښوونځى، روغتون، پوهنتون په نړیوالو معیارونو برابر کړو؛ په تېرو جګړو کې له منځه تللی ځنګلونه بېرته ورغوو، د چاپېریال حفاظت وکړو؛ فساد ته (نه) ووایو؛ فسادګر له غاړې را ونېسو، دولتی څوکیو ته وړ خلک ور وپیژنو، په ټولو چارو کې هوساینه رامنځ ته کړو او د نړى له روان بهیر سره سم روان شو.

سمون پال او پرمختګ پال د پورته موخو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوی چې پړاوونه یې ویښتیا، روښانتیا او بدلون دی.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا