مقاله

هغه نشته، غم د کلي او ګودر دې درسره شي

ورځ اوږده شوه، ماښام راروان دی. په تمه یې. اصلن نه پوهیږې څه ته، شاید هغه خبر ته چې د ژوند ټول جریان دې درته ودروی. شاید…!

ډېر کار کوې، پوهیږې له پښو لویږې. پوهیږې خوب دې تښتي. پوهیږې ستونی دې ډب کیږي. پوهیږې قدمونه دې درنیږي. یا اصلن د څه شي انتظار نشې ایستلی.

له ستړو کارونو او  د یوې سترې ملي پروسې د پوښښ لپاره د هر څه پلان برابروې. تر ناوخته کار کوې. هوا سړیږی. یخنۍ پسې اخیستې یې. لا نه یې خبره چې نور ملګري دې په څه کار بوخت دي؟ لا دې د هغوی څېرې نه دي لیدلي چې ولې یې په مخ زرو غمونو لارې کړي؟ ولې یې د مخ ګونځې زیاتې شوي؟

موټر ولاړ دی. کار ختم شو ، د سبا دې الله خیر پیښ کړي. اصلن لا تر اوسه درته معلومه نه ده، چې ورځ دې ولې دومره ښه تېره نشوه. موټر ته پورته کیږې. ماښام آذانونه دي. له تورچکي کاري بیک نه دې مبایل راباسې. راډيو په موټر کې چالانه ده. خبریاله لګیا ده، یو خبر وایې. خو ته ستړې یې څه ته غوږ نه نیسې. اصلن نه یې اورې چې د چا نړۍ ړنګه شوې ده. ته څه نه اورې. د مبایل ښېښه دې د ټیکړي په پیڅکه پاکه کړې. ورته ځېر شې. دوه ځله دې د مبایل پټ رمز غلط کړې. اوف له خولې وباسې. هډوکي دې درد کوي.

نن څه خرابه او له ستړیاوو ډکه ورځ وه. نن بده ورځ وه. هغه بده چې بدي یې لا درته معلومه نه وي. ټولنیزې پاڼې ته ورځې.  هلته به څه کیسې وي!؟ شاید تر دې ژونده په مجازي پاڼو کې ښه خبرونه واورې. ورته ځېر شې. یو تصویر وینې. چیغه کړې. له ځایه وخوځېږې. دا څه دي؟ هیڅ امکان نلري. اصلن باور مې نه کیږي. شاته موټر کې ناست هغومره حیران نشي. د هغوی څېرې مړاوې شوې وي. ستړې وي. خپه وي. پریشانه وي. پرې غږ وکړې دا ریښتیا ده؟

ریښتیا څه ده، دا بلا ده، چې پر مونږ نازل شوې. ستړې کیږې او ماتېږې. ټولې هېلې دې له منځه ځي. راډیو لا هم روښانه ده. نطاقه په خبرو کې بندیږي. پرته له مانه په موټر کې ناست خلک خبر دي چې څه پیښ شوي. کور دې رارسیږي، خو ستا پام نه وي. ښه ډېره مخکې ولاړه شې. د موټر له شاتنۍ برخې یو څوک په موټر چلوونکي غږ وکړي چې موټر ودروي.

موټر ودریږي. ته د یوې ستړې ارواه په څېر روانه یې. هر څه دې له لاسه ورکړي. خپل امېد او هېواد ته دې امېد له لاسه ورکوې. کورته ځې. څېره کې دې نا امیدي له ورایه ښکاري. د کورنۍ غړو خبرو ته ځواب نه وایې. کتاب دې را اخلې لولې یې خو تر ۱۵ صفحو وروسته هم خبره نه یې چې څه لولې. یو غم دې او یو اور دې په ځیکر بل وي. پخلۍ کوې. په دیګ کې د مالګې په ځای بوره اچولې. کښینې وژاړې دیګ له سره باندې کړې. دیګ پوخ شي خو په آخر کې درته معلومه شي چې غوړي اصلن پکې نشته. نور درته په غوسه شي، خو ته ګرمه نه یې. ته هیڅ د هغوی د خبرو پروا نه کوې. په ټلویزیون تر ټولو خندونکی کمیډي ډرامه ولګیږي. کورنۍ غړي دې د غم ټغر ټولولو لپاره تلویزیون په لوړ غږ روښانه کړي خو ته لاهم خپه یې. ته لا هم په سوچونو کې ډوبه یې.

مبایل راواخلې. مجازي نړۍ ته بیا ورشې. د هغه عکسونه وګورې خو باور نه کوې. له ډکې کوټې پورته شې. د باندې ووځې. ښه په زوره زوره وژاړې. آسمان ته وګورې. هیڅ نه بدلیږي. د ځان سره سره دې د ټول هېواد هېلې په زړه کې مړې شي. باور دې نه کیږي. شپه شي. خوب کې وینې، تلویزیون روښانه دی، خبریاله هغه خبر ردوي چې ټوله نړۍ یې در ورانه کړې وي. خوشحاله شې، چېغې کړې او آسمان ته الوتل غواړې. له خوبه پاڅيږې. خوشحاله وې. لکه چې ریښتیا و.

خونه تیاره وي. مخامخ تلویزیون ته ګورې بند وي. د میز له سره ساعت راواخلې. ورته ځېر شې. ۲:۴۳ دقېقې دي. د میز سرته ور وګورې. مبایل دې ایښی وی. فیسبوک ته ورشې. انترنټ لا روښانه نه وي. فیسبوک نه خلاصیږي. نټ روښانه کړې.

فیسبوک ډک دی، له ماتمونو. پاڼې تورې شوې دی. ټول مړاوي شوي. اتل نه وي. خوب نلرې. بیا سباشي او ماښام شي، خو ته په حال نه یې راغلې. یو چا سره دې وعده کړې وي، باید لیدو ته یې ورشې. هیڅ لېواله نه یې. اصلن نور فکر نشې کولی وروسته له هغو ورځو هم ژوند کولو ته تمه ولرې. په چرت کې ناسته یې. موټر په تیزۍ روان وي. یو دم ودریږي. ولاړ وي. ولاړ وي. ښه ډېر ودریږي، تر هغه چې د وزیر صاحب د زړه بړاس پرې ووځي.

دا دوه ساعته کیږي چې ټول موټرونه یې قطار درولي دي. قطار دومره سره نښتۍ چې څوک له دې ځایه ځان ایستلی نشي. وروستي امر ته په تمه یې. د موټر ښېښه دې په زور وډبول شي. ناڅاپه وروګورې. کوچنۍ ماشوم دی. سترګو کې یې د دنیا ټول غمونه راوړي وي. مخ یې چاودې شوی. موټر ورو حرکت وکړي. شاته شاته همدې هلک ته ورګورې. زړې جامې یې په زړه در ننوځي. په منډه هلک راورسیږي. ښیښه ښکته کړې. په ځیر ځیر ورته ګورې. له خولې یې غږ پورته شي. دا عکس اخلې. په پنځوس روپۍ یې خرڅوم. عکس ته وګورې. زړه دې ټوټې ټوټې شي. د جنرال انځور وي. هغه اتل چې له ځوانو هیلو سره یې وخوړ، خو په انځورونو یې ښه سوداګري روانه ده. نوره غلې یې. هغه نه وي، غم د کلي او ګودر دې درسره شي.

زما د سپین ژوند، زیړ رنګکتاب یوه برخه

لیکواله: فرشته غني

نوشته‌های مشابه

یک دیدگاه

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا