مقاله

د هغه نسل ښځې چې د نانځکو پر ځای روباټونه جوړوی

لیمه نیازی

ټوېټر پرانیزم، اکونټونه ګورم، د ولسمشر مشاوره، د یو وزارت مرستیاله، یوه وکیله، یوه ویانده، یوه خبریاله، یوه ورزشکاره، یوه لیکواله، یوه مدنی فعاله او بیلابیلې بریالۍ ښځې وینم هر دوه – درې ساعته وروسته یو ټوېټ کوی یا هره ورځ یو ټوېټ کوی، د خپلو بریاوو، ورځنیو چارو، لاسته راوړونو او نورو ته د عدالت غوښتنې لپاره مصروفې دی.

 هره یوه په زرګونه څارونکې لری، آن له بهرنیو مطرح ښځو ډېر او آن له ځینو نارینه چارواکو ډېر، فکر کوم دا د هرې یوې د سواد او رهبریت یوه نښه ده.

د نورو هېوادونو ښځې هم ورته اکونټونه لری، له لږ یا ډېرو څارونکو سره او له ورته ټویټونو سره.

ورځې وړاندې عادلې راز خپل ټوېټر کې د ملګرو ملتونو د یو شمېر ښځینه سفیرانو د یو مناسبت عکس خپور کړی و، ماته نوی او جالب نه و، ځکه د افغانستان په استازیتوب پکې دا خپله ولاړه وه، ما  د کمی احساس و نه کړ او نه مې د کوم څه حسرت وخوړ، حجابی او بې حجابه ټولې ولاړې وې، عکس ښایسته خو ډېر عادی معلومېده، ځکه دا هغه وخت و چې موږ په کافی اندازه منډې وهلې وې، زحمت مو ایستلی و او مبارزه مو کړې وه.

دا یې یو مثال و، په دا ډول مناسبتونو کې په زرهاوو نه؛ خو په سلهاوو افغانې ښځې حضور لری، خو په دې باید فکر وکړم چې دا د کوم نسل ښځې دی او له کومې خاورې پاڅېدلی چې دلته رارسېدلی دی؟

باید پوه شم چې فولبرایټ بورسیې ته رسېدلی او د اروپا په پوهنتونونو کې یې ماسټریانې کړی دی خو ښوونځی یې چېرته او په کومو شرایطو کې لوستی دی؟

پوهېږم دا د هماغې تورې دورې ۷، ۸، ۹، ۱۰… کلنې نجونې وی چې هر شېبه یې دعا کوله ښوونځی ته لاړې شی او کتابونه ولولی.

په نړېدلو ځایونو کې یې زدکړې کړی او د ښوونځی په لوګی وهلی دیوال یې لیکل کړی، د څوکۍ پر ځای پر ځمکه ناستې وې او د لمر تودوخه یې زغملې ده.

باید فکر وکړم، دا هماغه نجونې دی چې ډیر ځله په ښوونځیو کې له مصمومیت سره مخ شوې، ښوونځی یې وتړل شول، وسوځول شول او ښوونکی یې ووژل شول.

باید پوه شم او نور هم پوه کړم چې اوس دوې لکه روانې اوبه شاته نه ګوری او نه ستنېږی او دا نه منی چې د شلو کلونو مخکې تاریخ او ورځې دې پرې تکرار شی.

باید فکر وکړم او فکر وشی چې یوې سیاستمدارې، سندرغاړې، ورزشکارې یا بلې ښځې ته د تشویق او هڅونې په خاطر چکچکې و نه وهم او د یوې کاراټه کارې یا فوټبالرې په لیدو نور حیران نه شوو.

دا د هغه نسل ښځې دی چې د نانځکو پر ځای اوس روباټونه جوړوی. دا افغانه ښځه ده چې ځواکمنه ده، باسواده ده، کار کوی، سیاست کوی، شعر لیکی، سندرې وایی، سپورت کوی، مدنیت ته کار کوی او مدنی پاتې کېږی.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا