مقاله

په قفس کې خپلواکه نجلۍ

لیمه نیازی

ننګرهار ښایسته دی، هوا یې پاکه ده، باغونه لری، ګلان په کې ډېر دی، په باغونو کې رنګارنګ قفسونه او په قفسونو کې مرغۍ دېره دی، قفسونه یوازې د نیمایی مرغیو لپاره دی. د قفس نارینه مرغان راوځی، خو ښځینه مرغۍ بیا دا حق نه لری.

قفسی مرغۍ ګرځیدلای شی، خبرې کولای شی، منډې وهلای شی او الوتلای شی، خو له قفسه وتل ورته سرخوږی دی، جنجال دی او شرم دی.

نیمې سپینې او نیمې تورې مرغۍ په قفس کې ښوونځی ته هم ځی، سپینې او یاسمنی مرغۍ په قفس کې روغتونونو ته هم ځی، سرتر پایه تورې مرغۍ او ابی مرغۍ بیا په قفس کې بازارونو او نورو ډیرو ځایونو هم ته ځی، خو یوه مرغۍ بیا ځانګړې ده، متفاوته ده او په سر کې نورې هوا ګانې پالی.

دا مرغۍ له قفس سره د نیمګړې ازادۍ پر لور قدم اخلی، قدم اخلی چې باغ کې نورو مرغیو ته د قفس په منځ کې الوت زده کړی، د قفس په منځ کې سندرې ویل ور زده کړی، د قفس په منځ کې ژوند کول ورته وښایی او باوری یې کړی چې یوه ورځ به له دې سره یو ځای قفس ماتوی، نیمګړې ازادی به نوره نیمګړې نه وی او ګلبڼ به نوره نامساوی څیره و نه لری.

مقدسه له مقدسو ارمانونو سره بهر راوځی، خو د قفس په منځ کې… ګلبڼ یې نیم زندان او نیم بیابان دی.

مقدسه له قفس سره روانیږی، له قفس سره الوځی، له قفس سره منډې وهی، د ګلبڼ بدرنګه دیوالونه رنګوی، زندانونه رنګوی، هغه زندانونه چې اسمان او ځمکه لری، خو ازادای نه لری. په دې دېوالونو د ازادۍ نوم لیکی، د نیمګړې ازادۍ.

مقدسه د قفس د ماتولو لپاره نیمګړې ازادی غنیمت ګڼی او د یوې وسلې په توګه یې کاروی، قفس غنیمت ګڼی، د قفس پنجرې غنیمت ګڼی، له قفس څخه بهر ته کتل غنیمت ګڼی او له قفس سره ګرځیدل غنیمت ګڼی، غنیمت یې ګڼی د هغې ورځې لپاره چې یوه ورځ به قفس مات کړی.

هر سهار چې خلک سباناری وکړی او راووځی، مارکیټونه خلاص شی، بازار ګرم شی، ښځې قیمتی جامې لټوی، زرګریانو باندې بیروبار دی، نجونې پاولیدار جوړوی، نجونې بنګړی اچوی، نجونې نکریزی باسی، نجونې نتکۍ اچوی، نجونې ښایست لټوی، نجونې نور هیڅ نه غواړې او ډېرې یې د مقدسې په څېر د قفس ماتولو هوډ نه لری. په همدې وخت کې مقدسه د ازادۍ د بڼ ګلان پالی، اوبه ورکوی او د لویولو او ثمر ته رسېدلو هڅه یې کوی.

مقدسه ازادی د ټولو لپاره غواړی، په قفس کې د ټولو مرغیو لپاره … او د ګلبڼ د ټولو قفسونو ماتول غواړی.

په قفس کې دغه خپلواکه مرغۍ یا هماغه مقدسه مرغۍ له هرې بې قفسه مرغۍ ډیر په ازادۍ ایمان لری، د ازادۍ لپاره الوځی او د عدالت په خاطر منډې وهی، مقدسه په بندو کالبدونو کې د ازادۍ روح دی، د ازادۍ سندره ده او او د زندان له زولنو څخه د تیښتې شرنګا ده.

هو دا مرغۍ مقدسه ده او مقدس ارمانونه لری.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا