مقاله

یوه اوږده او یوه لنډه پښه

خوب دې نه پریږدی راویښ شې. رڼا دې کمه کمه په سترګو لږی. په عذابوی دې. ځوروی دې. ځان ترې تېر باسې. یخنی دې وشی. په کمبله کې ښه ځان ونغاړې. ښه خوږ خوب درشی. مور ته دې ور نیږدې شې. غېږه ترې چاپېره کړې. لږه شېبه وروسته یوه چیغه واورې. مور دې تر څنګ نه وی. کوچنۍ ورور دې ټینګ کړی وی. بالښت درباندې وار کړی. د دواړو غږ لوړ شی.  مور ته دې نارې کړی. مور دې له پخلنځی نه په بېړه راووځی. زړه دې رپیږی، خو هغه هیڅ هم ونه وایې. غلې پاتې شی. درته رډ رډ وګوری. وشرمېږې. بیرته دې له ورور سره پخلا شې. هغه ناز وکړی. په قار وی. سترګې برګې کړی، خو بیا وخاندی. ښه په کړس وخاندی. مور او زوی درباندې مسخرې کوی، چې په ورور دې د مور خیال کړی و. ته دې سترګې مړې کړې.

په خندا راپورته شې. حمام ته ننوځې. په مخ دې اوبه وشیندې. غواړې وتښتې. مور دې تر شا ولاړه وی. مجبوره شې مخ او لاس دې په صابون ښه پاک ومینځې. مخ دې په خپل کتان او نرم ټیکری در وچ کړی. کالی دې د بسترو په سر تیار ایښی وی. جامې دې ځان ته کړې. جرابې دې نه وی. له ورور سره دې بیا لانجه راشی. په زور ترې د هغه تکې سپینې جرابې واخلې. هغه په ژړا شی. ته یې په کیسه کې نشې. مور دې په قار شی. غږ یې لوړ شی. ووېرېږې. ورور ته دې نورې جرابې ورکړی. درته ووایې وډار شوې؟ ته ورته څه ونه وایی. منډه کړې.

بوټونه دې په پښو کړې. بیا په منډو شې. مور دې در غږ کړی. په دیش کې مې درته خواړه ایښی ویې خوره ښه . په لوړ غږ ورته د هو ځواب ووایې.

د کور مخې ته دې موټر ولاړ وی. ور وخېژې. ملګری دې ښه ډېر وی پکې. نجونې هم پکې ناستې وی. په خندا او مستۍ تر ښوونځی ورسېږې. د ماشومانو کتار جوړ شی. دغه کار دې په ټول ښووڼځی کې خوښیږی. ته د ترانې ټیم کې غوره شې. ښه په لوړ غږ ترانه ووایې. ملګری ته دې د ستېژ له سره اشارې کوې.

استادانې هم منظمې یوې خواته ناستې وی. نور ماشومان نورې ترانې او شعرونه ولولی. دغه کار تر څه کم یو ساعته دوام وکړی. ماشومان ښه لوی کتار جوړ کړی. ټول په منظمه توګه خپلو ټولګیو ته ولاړ شی. لومړی ریاضی درس ووایې خو چندان دې ورسره جوړه نه وی. دویم ساعت ته په تمه شې چې رسامی لرې. دویم ساعت راورسیږی. په ورقه کې د یو کارټون تصویر وباسې او یوه ملګری ته دې اشاره وکړې چې دا اول نمره دی. اول نمره خبر شی. له تا ښوونکې ته شکایت وکړی. استاده راشی، ستا سر پورې ودریږی، ورقه په لاس کې واخلی. اول یوه مړه مسکا وکړی بیا وایې د داسې انځورونو څنګ ته دې د ملګرو نومونه مه لیکه چې بیا درنه خپه کیږی. ته وشرمېږې. سر دې ټیټ واچوې. وږی شې. مسک شې. د تفریح زنګ ووهل شی. ټول هلکان او نجونې چیغې کړی. خوښی وکړی. ته دې هم په خوراک پیل وکړې. ملګری دې جوس ستا په پتلون او بوټانو واچوی. ورسره شخړه وکړې. له ټولګی ووځې چې ښوونکې پرې راخبره کړې. د ښوونځی په دهلیز کې  کومه ښوونکې نه وی. حویلۍ ته منډه کړې. له دې سره ډز شی. غږونه لوړ شوی وی. ښیښې ماتې شی. یو هلک د لوبو د وسایلو تر څنګ پروت وی. په پښو دې یو دروند شی راولویږی. نور غږونه غلی شی. نور هیڅ هغه ماشومان ونه وینې، چې چیغې وهی. هغه نجلۍ دې له سترګو پناه شی، چې د ټولګی ښیښه دې د هغې په سر کې خښه شوې وی. د محشر ورځ هیڅ ونه وینې. د امبولانس موټر نه وینې. هغه سړی هم ونه وینې، چې تا له یوه ډله نورو ماشومانو سره په موټر کې سپور کړی. د موټر بې خونده او خطر ناک غږ دې اصلن غوږونه نه اوری. په روغتون کې ګڼه ګوڼه دې تر سترګو نشی. د خلکو چیغې او فریادونه هیڅ نه اورې. هغه ځوانه ښځه ونه وینې، چې د پنجرې په څنګ کې ولویږی او له حاله ولاړه شی. مور دې ونه وینې، چې په لوڅ سر او شکېدلو ویښتانو منډې وهی. ورور دې ورک شوی وی. هغه خو بیخی نه وی راغلی. هغه د نجات پرېښتې محسوسې نکړې، چې پرې شوې غوښې دې د چړو په څوکو پرې کوی او ملهم پرې پورې کوی. تلویزیون ونه نشې لیدی، چې هره شېبه بیړنۍ خبر وړاندې کوی.

سترګې دې لوڅې کړې. درنې شوی وی. لږ یې چې وغړوې. مور دې د کټ په څنګ کې په تکو سرو سترګو ناسته وی. سترګې یې تر پخوا ډېرې وړې شوی وی. پړسېدلی وی. ټیکړی یې بی نظمه وی. لوړه چغه وکړی. پلار دې له یوه بل سړی سره په منډه اطاق ته راننوځی. ته له دروازې سره پروت یې. ها خوا چې ګورې. ګڼ کټونه ایښی وی او ماشومان پکې ویده وی. د زیاترو تر څنګ بل مشر څوک هم ناست وی. دوه کټه مخکې پرویز پروت وی. د سپینې چپنې سړی ورو زمزمه وکړی. ورته ښه څک شې. وایی چې یوه پښه یې پرې شوې، بله یې لا  ښه ده، هډوکی یې نه دی تور شوی. وډار شې. څنګ ته پروت هلک ته وګورې. روجایې پرې نه وی پرته. لاسونه یې په مټو کې په سپینو ټوټو تړلی وی. لنډ وی. یوه لوېشت هم نه وی پاتی. ژر دې سترګې په خپلو پښو کې خښې کړې. چیغې کړې. مور دې سر ته راورسیږی.

­ ­- مورې پښې مې…

– ولې زویه پښه دې خوږیږی؟

– یوه یې اوږده ده، بله یې لنډه.

جوړ به شې زویه هغه تاته دغسې ښکاری. مور دې نوره ښه په لوړ غږ وژاړی او له حاله ولاړه شی. نورې ښځې هم په اطاق کې چیغې وهی او ژاړی. د سپینو جامو سړی همدومره ووایې ښه کېږې نور ولاړ شی، خو ته ښه پوهیږې نه به دې د څنګ ته هلک لاسونه بیا لوی شی او نه به دې لنډه شوې پښه بیا اوږده شی. له دې وروسته به دې کله هم له ورور سره په جرابو او له ټولګیوال سره دې په هغه جوس شخړه ونشې کړی چې ستا  په بوټانو او پتلون یې چپه کړی و. ته به تر ابده یوه لنډه او بله اوږده پښه ولرې.

لیکواله: فرشته غنی

  • چاودنې بس کړئ، د ماشومانو ژوند مه تباه کوئ، دوی هېڅ ګناه نلری. د سرطان ۱۰ مه، کابل دردوونکې پېښه ۱۳۹۸

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا