مقالات

هغه چیغې چې څوک یې نه اوري

لیکوال: فرشته غني

په ځان کې ورکه یې. ستړې شوې یې. موټر درېدلی دی. لا نورې سواری هم پورته کوي. ته لا هم په دردونو کې ورکه کوتره هرې خواته ورزې خوځوې. موټر کې ګڼه ګوڼه زیاته ده. ژر باید تر کوره ورسیږې. مزل لېرې او ته بې طاقته. له بدنه دې نرۍ اوبه روانې دي. ولاړه یې. بس ټول ډک دی. ښځې درسره ډېرې جوختې ولاړې دي او سړکونه خراب دي. هر ځل چې موټر له کوم جمپ یا خنډ سره مخ کیږي او تاته ډيکه درکوي حالت دې خرابیږي. درد دې یوې خواته خوري او ډار دې بل لوري ته د وجود وینې وچوي. په هره کوڅه کې موټر دمه اخلي، ستړی ښکاري. یو نا آشنا کس ښکته شي او ته همداسې غلې ولاړه یې، په داسې حال کې چې په زړه کې دې طوفان روان دی. د موټر په منځ کې دې په پایې تکیه کړې او لاسونه دې په هغو حلقو کې غوټه کړي، چې لکه د اعدام شویو  زندانیانو د غاړې رسۍ د بس په پورتنۍ برخه کې راځوړند وي. له ځان سره دعا ګانې کوې، چې د موټر ستړیا کمه شي، سوارۍ یې ورکې شي او ته چیرته په څوکۍ تکیه وکړې. له پښو دې دمه په وتو وي. ملا دې داسې ماته شوې، چې هډوکي یې د جوړېدو نه دي. یوه زړه بوډۍ ښځه له ځایه پورته شي. ډېره ورو ورو له ځایه راروانه وي. قدمونه یې سست وي. سترګې دې د هغې په څوکۍ کې خښې کړي. له ځایه ور روانه شې، ګورې ښځه په خپل ځای ناسته ده. سپین شوي ویښتان یې د ګونځې مخ په دوو حاشیو کې له ورایه ښکاري. څېره یې بدله شوې. ناهیلې شې. څنګ ته دې ځوانه نجلۍ خپل کتابونه راټولوي او د تلو په حال کې ده. په بیړه ښکته شي. څوکۍ یې سم د واره غضب کړې. د پاخه عمر لرونکې ښځه دې د سر پورې ولاړه وي. په غوږونو کې دې زمزمې شروع کړې، چې پورته شې او هغې ته ځای خوشي کړې. ته دې په درد کې دومره ورکه یې، چې خبرې یې درته بې ارزښته ښکاري. اصلن نه پوهیږې، چې دا څه وایې، خو ورو ورو دې ماغزه خوري. اعصاب دې خرابیږي. د مخ کینئ څوکۍ نه دې لاسونه چاپیره کړې او د درد هرې جیټکې وروسته دې نوکان ښه په څوکۍ کې غرق ننباسې. یو ځي کې دې سترګې په یوې آشنا کوڅې ولګیږي، څوکۍ بې واره پریږدې. مخ کینئ څوکۍ ته دې پام شي. چرم یې ښه ډېر شکېدلی دی. چابکه چابکه په لاره ګډه شې.

کوڅه کې تګ دې وضعیت خرابوي. د کور ور راورسیږي. په یوه منډه ځان کوټې ته ورسوې. دروازه وتړې. ښه ډېره وژاړې. سترګې دې وپړسیږي. د چهارمغزو، بادامو او زنجبیل چای ته دې زړه وشي. میز ته دې پام شي، یوه ښه چاینکه چای له پیالې سره ایښی وي. د هیل بویونه ترې پورته شي. ویې څښې. ښه چې یې وڅښې او تنده پرې ماته کړې. پیاله او چاینکه تري تم شي. درد دې لاپسې ډېر شوی . په خونه کې نرۍ باد لګیږي. باد درباندې بد ولږي. کړکۍ بندې کړې. یخنۍ دې واخلي. په بړستنه کې ځان ونغاړې. ور وټکول شي. په سختۍ له ځایه پورته شې. ور خلاص کړې. یوه نرۍ اوږده غنم رنګې ښځه په وره درننوځي، نیم خامې هګۍ یې په لوښي کې را اخیستي وي او ته لکه وږی لیوه خپل ښکار ډړې وړې کړې. څو شیبو کې په خود راشې. بیا دې خوب لیدلی وي. سترګې وغړوې په خپل ځای کې پرته یې. دوه بړستنې دې په سر پرتې دي، خو اندامونه دې لاهم لړزې اخیستي. له بدنه دې د وتونکې چینې اوبه زیاتې شي. د بکس له جیبه ووړ سپین رنګه ټوکر را واباسې. د اوبو مخې ته یې واچوې. هر یو ساعت کې ټوکر بدلوې.

دردونو کې ورکه یې. وږې شوې یې. نس دې پړسیدلی دی. نس دې هم درد شروع کړي. ملا دې ماته ده. زنګنونه دې ښورولی نشې. سترګې دې پړسېدلي دي. د سترګو تور دې خوږیږي. سر دې له درده چوي. له ځایه پورته کیږې. بېرته په ځمکه ولویږې. د څملاستې په ځای کې دې زړه تنګ شي، ساه دې بنده بنده شي. له ځایه بیا پورته شې. چیغې کړې. مخامخ په دیوال لګیدلي تصویر سره خبرې پیل کړې. ګېلې وکړې. شکایتونه دې د آسمان لمنه ونیسي. درد دې پسې واخلي. له دغه تصویر سره په جنګ شې. کفر دې له خولې ووځي. ورسره ناراضه شې. نورې خبرې ورسره نه کوې. هغه درته رڼه رڼه ګوري. اصلن نه پوهیږي. ته په څه حالت کې یې؟ ته څه غواړې؟

 هغه غلی دی. ته ورته چیغې زیاتې کړې. ورته دې له درده ووایې. ګمان وکړې. ناراضه شوی. بیرته یې پخلا کړې. د درد د دوا پوښتنه ترې وکړې. هغه غلی وي. اعصاب دې پسې خراب شي. ټولې هغه بې عدالتۍ دې سترګو ته ودریږي، چې ستا له جنس سره کیږي. خبرې دې توندې کړې. د سر خوږ دې زیات شي، اوښکې دې د مخ په یوې خوا لارې جوړې کړي. بالښت ښه ټینک کړې. په ځان دې زړه وخوږیږي. ستونی دې وپړسیږي. عقدې دې زیاتې شي، خو دوه لاسونه راشي، مخ دې لمس کړي. ودې نازوي. ماتې شوې ملا ته دې فشار درکړي. د ګرمو غوړیو لپه پرې خالي کړي. ښه یې وموښي سره. لاسونه یې خوند درکوي. کله همدا لاسونه له غوړیو پاک شي. وېښتان دې له مخ نه لېرې کړي. د ورمیږ نه دې چاپېره شي. ورو ورو دې لمس کړي. خوند ترې واخلې. ساړه یې واخلي په بړستن کې درسره پټ شي. ښه چې ورته ځير شې. ګوتې یې ستا لاسونو ته ورته وي، خو یو دم ورک شي. لکه یو خیال چې وي.

ساعت وروسته له ځایه پورته کیږې او بیرته ځان ښه په بړستن کې پټ کړې. له خپل ځان سره ښه جوخته شې. ګرمي بیخي ډېره شي. یوه شېبه د بړستنو له شره ځان خلاص کړې. آزادي دې په مغزو کې لارې وکړي. کړکۍ ته نیږدې شې. ستوري ټول آرامه وي. ښار ټول ویده وي، خو چیغې لا هم تر غوږو کیږي. د شپې تیاره دې زړه تنګ کړي. چیغه وکړې. غږ یې غلی وي. څوک یې نه اوري. سخته وږې شوې یې. له ځایه د پورته کېدو توان نلرې. اصلن په تشه ګېده تیاره شپه نه سبا کیږي. ساعت ته ګورې لاهم په خپل ځای ولاړ دی. د مخامخ میز څخه د درد ضد ګولیو پاکټ را واخلې. هر یو ساعت وروسته یوه خولې ته کوې. یخې اوبه نشې څښئ او تود چای سوړ شوی وي. ناهیلې شې. یخې اوبه په سر واړولې. ګولۍ خپل کار نه کوي. یوه، دوې، درې، څلور…. هیڅ کوم توپیر نه دی راغلی. تیاره په ورکېدو شي. رڼا دې زړه تازه کړي. لږ لږ خبرې اورې چې له کوڅو راپورته کیږي.

له ځایه پورته شې. د تودو اوبو ډک سطل په سر واړوې. نوې جامې دې په تن کړې. ټیکری دې د آیینې مخې ته جوړ کړې. په سترګو کې دې د رنجو خلۍ تېر کړې. را روانه شې. بیرته په شا وګرځې د خوشبو عطرو قوطۍ په جامو تش کړې. لا دې ټول وجود درد کوي. د کار په لور وخوځېږې . هېڅوک دې د بې خوبه او پړسېدلو سترګو پوښتنه ونکړي. دا طوفان هره میاشت راشي او ته مجبوره یې هغه قانون ومنې چې سکوت یې بولي.

  • د نجونو میاشتنۍ عادت شرم مه بولئ او له ژور خفګانه یې وژغورئ.

نوشته‌های مشابه

یک دیدگاه

  1. ډېره عالي لیکنه وه. له درد، عواطفو او احساساتو ډکه وه. تمه ده د دې مریضۍ پر وخت له ښځو سره خاص پام وشي او قدر يې وکړل شي. کور ودان

دکمه بازگشت به بالا