مقالات

د شاه امان الله ثریا او د مبارزې ملکه

د شاه امان الله ثریا او د مبارزې ملکه

د پلار “ثریا طرزي” او د خاوند “ملکه ثریا” د محمود طرزي او غازي امان الله خان هملارې او همفکره مېرمن وه.

ثریا په ۱۲۷۸ لمریز کال له باسواده مور او پلار وزیږېده. پلار یې لیکوال، ادیب، شاعر، ژورنالېست او سیاستمدار و، مور یې د خپل عصر مبارزه او نومیالۍ ښځه وه، د ژوند ملګری یې پاچا او د پاچایانو له خاندان څخه و.

ثریا که څه هم په ښکاره د دربار ملکه وه خو هڅه یې وکړه د مبارزې، پوهې او برابرۍ ملکه شي.

ثریا له سپینو او سرو، غاړه کۍ او تاج، لنډو او اوږدو وریښمینو جامو ورهاخوا د ښځو لپاره د ارګ لا شعوري زندانونه مات کړل او په واقعي معنا یې ځان لومړۍ میرمنه ثابته کړه، په دې اساس ویلای شو چې ثریا د تاج او تخت، سرو او سپینو ملکه نه وه، هغه د ویښتابه ملکه وه، د برابرۍ ملکه وه، ښځو ته د عدالت او بلاخره ښځو ته دې انساني ژوند د برابرولو ملکه وه.

تر ثریا مخکې ملکې د ښکلا او غمیو ملکې وې، خو دا د تحرک او مبارزې ملکه شوه چې نوم یې د تاریخ په پاڼو کې جاوېدان شو.

هر ځل چې تاریخي مستند فلمونه ګورو، شاید ډیر کله واورو چې وایي” دا د ډاکټر نجیب ښځه فتانه ده، دا عکس د کرزي د ښځې دی، دا ملکه حمیرا ده. د سردار داوود ښځې څه ډول جامې اغوستې، د تره کي ښځه ښایسته وه کنه….”

خو هغه څه چې د ثریا په اړه د بحث وړ ندي، هغه د دې څیره او نوم دی.

هر ځل چې ثریا وینو او اورو، د یوې مبارزې او عدالت غوښتونکې ښځې تصور کوو، نه د یوې ښایسته او سینګار شوې ښځې، نه د یوې شاهي خاندان د غړې، نه دیوه پاچا د ښځې.

ثریا هویت دی، ځکه سل کاله پخوا یې څیره څرګنده وه، د یوې ښځې او انسان په توګه.

ثریا پوهنتون ده، ځکه نورې ښځې پرې راټولې وې.

ثریا اډیاله او الهام ده، ځکه ډیرې ښځې یې خپلې لارویانې کړې او مبارزې ته یې دعوت کړې.

ثریا له دې ټولو پرمختګونو سره د نهو ماشومانو مور هم وه.

ثریا څه وکړل؟

هغه با جرئته وه او د خپل جرئت له امله یې ښځو ته هویت ورکړ، د څیرې او شخصیت هویت. هغه وتوانیده چادري او هر هغه څه چې د ښځو مخ پټوي، لرې کړي او ښځې له عجیبه موجود څخه د عادي او نورمال موجود په توګه نورو ته وپیژني.

ثریا نورې ښځې ویښې کړې، لوستې یې کړې او له حقونو یې خبرې کړې، هغوی ته یې په لومړي ځل ښوونځی جوړ کړ، هغوی ته یې د روښانتیا لار وښوده.

ملکه ثریا پوهیده، چې څنګه د خپل خاوند د قدرت په مټ له خپلو مفکورو ګټه واخلي، څنګه مبارزه وکړي او څنګه د ښځو لپاره عدالت وغواړي.

هغې باور درلود چې جاه او جلال بل څه نه دي؛ غیر له مبارزې او د عدالت غوښتنې له غږ پورته کولو.

هغه د خپل خاوند سیاسي او دیپلوماتیکه ملګرې وه، هغې ګڼو بهرنیو هیوادونو ته سفر وکړ او د نورو ښځو د پرمختګونو په لاملونو پوه شوه.

خو آیا ثریا بې بدیله پاتې شوه، آیا افغانستان په تیرو سلو کلونو کې دا ډول لومړۍ میرمن ومونده، له ثریا وروسته څوک راغلې؟

د پخواني پاچا محمد ظاهر شاه میرمن ملکه حمیرا هم فعاله او مبارزه میرمن وه، هغې په خپل وخت کې د ښځو د حقونو د دفاع په موخه د میرمنو ټولنه جوړه کړه.

له کورنیو جګړو او د طالبانو دورې څخه وروسته موږ د لومړۍ میرمنې په نوم ډیر څه وانه وریدل. د پخواني ولسمشر حامد کرزي میرمن زینت قریشي کرزۍ به هغه وخت اوریدل کیده، چې ماشومان به یې پیدا کیدل، یا به هم کومه مناسبتي غونډه کې د دې پیغام لوستل کېده.

خو رولا غني سل کاله وروسته په داسې وخت کې را مخکې شوې چې د افغانستان ډېرې ښځې لا هم د ملکې ثریا د وخت په اندازه وروسته پاتې دي.

رولا غني که څه هم افغانه نه ده، خو د افغانو ښځو په درد څه نا څه خبره ده، هغه هڅه کوي، ښځې باجرئته کړي، وې ستایي او وې نمانځي.

سل کاله وروسته ثریا د خپل خاوند امان الله خان له امله چې خپلواکي یې اخیستې ده او یو پاچا و، ډیره لږ خو د ښځو په حق کې د خپلو کارنامو له امله زښته ډیره یادیږي.

راځې له ثریا یې زده کړو، هغه ولولو او وې پېژنو.

لیمه نیازۍ

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا