تحلیل

سوله او د ارزښتونو د لاسه ورکولو وېره

هغه جګړو ته چې پرمذهبي ایدولوژۍ ولاړ وي او بهرني اړخونه ولري، د پای ټکی ایښودل څه آسانه کار نه دي. خو هېڅ جنګ ترابده پورې په یوه مشخصه جغرافیه کې په زړو فورمولونو او تل پاتي ډول، دوام نشي موندلی. ځکه چي یو خو تهدیدونه او فرصتونه د نړۍ په کچه بدلون مومي، دوهم دا چې دموکراتیکو نظامونو جوړښتونه همدا غوښتنه کوي ترڅو دولتونه د خپلو وګړو امنیت او سوکالي تامین کړي.

په افغانستان کې هم د ډیرو نورو جګړه ځپلو هیوادنو په څیر، سولې ته رسیدل یوه اوږده او ګواښونکې لار ده. اوږده په دې ده چې سولې ته د رسیدلو شرطونه د ټولني جوړښتونو سره، د عام وګړو د فکري او عقیدتي باور او د شته بنسټونو د جوړښت سره توپیر لري او یا هم په کلک ټکر کې وړاندې کیږي.

ښه بیلګه یی د افغانستان د اردو د مدغم کولو خبره د طالبانو د یو لوړ پوري چارواکي له خوا ده چې اوس یې دغه ادعا تریوه حده تعدیل کړی ده. د سولې پروسه ګواښونکی په دې ده چي بهرني او داخلي ښکیلي غاړي د خپلو ګټو او راتلونکې د بقا تضمینول په کې غواړي. کله چي د ګټو د تضمین او د راتلونکې بقا خبره د سولې په بهېر کې یو مهم اړخ وي، دلته بیا هېڅکله د ټول بهیر واک د یو کس په اختیار کې نشي پاتې کیدلای نو له همدې کبله د سولې پروسه یو داسې مکانیزم ته اړتیا لري چې په کې انفرادي ګټي د یو لوی هدف لپاره مدیریت شي.

له همدې کبله په داسې خبرو اترو کې د جنګ ختمول او سولې ته رسېدل د سولې د پروسې ترټولو مهم اړخونه وي او دا کار پرته له همکاري او زغم څخه نه شي را منځ ته کیدلی . خو یوه پایداره او اوږد مهاله سوله وروسته د سولې له تړون څخه لا یوه مهمه مرحله ګڼل کیږي، ځکه  ښکیل اړخونه په خپلو وعدو چې د یو تړون په ډول سرته رسېږی باید وفادار پاتي شي، ځکه په نړی کی ډیرې داسې بیلګې شته چې په هغه کې د سولې تړونونه مات شوي او  بیرته جګړو ته دوام ورکړل شوی دی. لکه څنګه چي ژوره همکاري ښکیلي غاړي د جنګ دختمیدو تړون ته رسولی شي، همداسې وروسته د تړون څخه هم د همکاری د نشتوالی له کبله سوله له ګواښ سره مخامخ کولی شي.

د سولې د خبرو اترو په درشل کي تر ډیره حده شرطونه د تړونونو دوهم اړخ پوري تړاو لري ترڅو پایداره او تلپاتی راتلونکې تنظیم کړي. دسولې دغه پړوا افغانستان او افغانانو ته ډیر اهمیت لري چې موجوده حکومت یې باید په پوره تدبیر سره مدیریت کړې.

وړاندیزونه د سولې د خبرو په بهېر کي تل تغییر موندلی شي ځکه دا مرحله کي ښکیلې غاړې شرطونه د یو او بل د موقف په لیدولو سره وړاندې کوي او دا کار تر ډیره حده د سولې بهېر ګواښولی شي. لکه څنګه چی ولسمشر محمداشرف غنی په خپله ورستي مرکه کی دغه ټکي ته اشاره وکړه او وی ویل چی د سولې  خبرو پړاونه که څه هم له یو هیواد څخه تر بل هیواده پورې توپیر لري خو نشو کولای هرڅه د نړی د تجربو څخه پرته پر وړاندې یوسو، بلکې د نړۍ د بریالیو تجربو څخه باید کار واخیستل شي.

دا چی افغانستان ته وروسته د څلور لسیزو، د سولې لپاره ښه فرصت په لومړي ځل لاسته راغلی نو په کار ده چې د ټولو مخالفتونو سره سره، د سولې په وړاندې باید لار همواره شي، او اجازه ورکړو چې د سولې په هکله لاهم نورې خبرې او جرګې وشي او د خبرو په هر پړاو کې د افغانستان حکومت چې د ملت څخه نمایندګي کوي باید هیر نشي ترڅو خدای مه کړه دا موجوده  فرصتونه هم د لاسه ورکړو. هیر مو نشي چې سولې ته د رسیدو په درشل کې موږ دوه ډول ارزښتونه لرو. لمړی هغه  چې د یوې پایدارې سولې  په خاطر کیدای شي پرې تفاهم وشي او بل هغه چې په تیرو ولسو کلونو کې په سختۍ لاسته راغلي او متخاصمه هیوادونه هڅه کوي چې افغانان ورڅخه محروم کړي. دغه ارزښتونه باید په هيڅ ډول قرباني نشي. د ولسمشر غني تګ لاره په دې هکله د سیاسي منطق سره سمون لري او له هغه څخه باید کار واخیستل شي.

 دغه ارږښتونه په یوه کس پورې تړاو نلري او دا دملت حق ګڼل کیږي. د یوه منل شوي مکانیزم په چوکات کې، که چیرې ښکیلې نظامې ډلې د سولې له ټړون څخه وروسته دولت ته ننوځې، کیداې شي چې د سولې له پروسې سره مرسته وکړي خو د افغانستان د اردو د منځ وړل، باید په هیڅ ډول د سولې د خبرو یوه اړخ نه وي. کومه سوله چې د لسیزو جګړو څخه وروسته  منځ ته راځې،لاهم  وخت، تفاهم او هر اړخیزې څیړنې او بحث ته اړتیا لري.

محمد وزیر روان؛ په آلمان کې د دیسبورګ-ایسن د ماستری محصل

نوشته‌های مشابه

همچنین ببینید
بستن
دکمه بازگشت به بالا