مقاله

ولې بایسکل، ولې هارمونیه، ولې منډې …

لیمه نیازۍ

ولې بایسکل ځغلول؟ ولې هارمونیه غږول؟ ولې منډې وهل؟ ولې عکاسی کول؟ ولې پر بام ختل؟ ولې په بازار کې برګر خوړل؟ او ولې …؟

تازه له متوسطه ښوونځی څخه لېسې ته تللې وم، متوسطه ښوونځی د کور تر څنګ او لېسه ډیره لېرې وه، هغه وخت دا هیله راسره وه چې بایسکل ولرم او لیسې ته پرې تګ راتګ وکړم.

دا لومړنۍ هیله وه چې څه ناڅه حساب کتاب ته یې ضرورت و، کورنۍ ته، ملګرو ته، خپلوانو ته او حتی د کوڅې خلکو او ګاونډیانو ته د حساب کتاب اړتیا وه.

په کور کې د کور د نرانو په ګډون ټولو راڅخه په هره برخه کې ملاتړ کاوه، هڅولم یې او د اړتیا په وخت کې یې دفاع راڅخه کوله، زما کورنۍ لوستې ده خو نه پوهیږم ولې یې دغه خبره چې زه بایسکل واخلم یا نه؟! په غور وا نه ورېده، بحث یې و نه کړ او هو یا نه یې څرګند نه کړل.

د بایسکیل د اخیستلو یا نه اخیستلو پر سر راسره بحث و نه شو او بلاخره دغه هیله هېره شوه او زه مجبوره شوم، پیاده یا په ښاری بسونو کې لېسې ته تګ او راتګ وکړم.

فکر کوم اړتیا وه د بایسکل ځغلولو لپاره لنډۍ جامې واغوندم، فکر کوم له کور څخه د لیسې تر مسیر څخه یې دا اندیښنه وه چې کوم اشنا کس مې د بایسیکل ځغلولو پر مهال و نه وینی، فکر کوم دوې د هغو بې ربطو کسانو له هر ډول حساب کتاب څخه وېره درلوده چې خامخا یې زه د دغه کار لپاره پوښتلم، په همدې خاطر ډېر کورنیو منله چې لورګانې یې په ګرمۍ کې پیاده مزل وزغمی خو پر بایسکل دې تګ راتګ نه کوی.

پوښتنه دا ده چې ولې نجونې پر بایسکل تګ راتګ و نه کړی؟ ولې بحث نه کیږی او نتیجې ته سره نه رسیږی چې نجونې دې بایسیکل وچلوی؟ که یې وچلوی باید ټول ورته وګوری؟ ولې باید په دې اړه ډیر څه منفی وویل شی او ولې د نجونو بایسکل ځغلول و نه منو؟

د نجونو لخوا د بایسکل د نه چلولو لپاره شاید داسې انګېرنه وی چې د نجونو فزیکی او بدنی جوړښت ورسره تړلی دی، شاید نه غواړی ښځینه پښې او ورنونه یې متحرک ولیدل شی.

اصلا د ښوونځی، لیسې، بایسکل او نورو مثالونو مطرح کول په لوستې او سر خلاصې کورنۍ او ټولنه کې مطرح کیدای شی، خو همدا لوستې او سر خلاصې ټولنه هم په ډیرې اسانۍ له دغې موضوع تیریږی، اړینه یې نه ګڼی او سر پرې نه خوږوی.

په افغانستان کې له کوم استدلال او دلیل پرته ګڼ شمیر کړنې دی چې منل او ترسره کول یې ډیرو خلکو ته ستونزمن، جالبه، خندونکی او ناممکن دی.

د ډیرو ذهن کې به ګرځی چې د ښځو مخ کې ډېرې نورې ستونزې هم شته چې باید خبرې پرې وشی، باید د ښځو په سواد او کار خبرې وشی یا هم د ښځو پر اقتصادی ځواکمنتیا، خو دغه چاره هم د ښځو له ژوند سره تړاو لری او باید بحث پرې وشی.

زما یادیږی چې په ټلویزیون کې سندرغاړې فرشتې سما له غزل ویلو سره هارمونیه هم غږوله، خو دغې هارمونیې غږولو د ناستو کسانو تر منځ د غزل او سندرې ټول کیف له منځه وړی و، ځکه د دوی ټول فکر او ذکر هغه څه ته و چې ډېر جالب او غیر عادی و چې څنګه یوه ښځه هارمونیه غږوی،که څه هم دغه کار شرم او بد نه ګڼل کېده خو ناستو خلکو ته د ارامتیا دلیل هم نه شو کیدلای.

شاید په افغانستان کې تر سړیو ښځینه سندرغاړې ډیرې او د ډیرو خلکو د خوښې وړ اوسی، خو دغه چاره چې یوه ښځه دې له سندرو سره هارمونیه یا د موسیقی یوه بله اله وغږوی، د خلکو به خوښه نه شی. دا ډول چاره به هېڅکله له کومې فزیکی مانع سره مخ نه شی، نه به د تاوتریخوالی لامل وګرځی، خو دغه چاره خامخا د دې ټولنې ډېر نارینه نااراموی.

اصلا دغه کار که منع نه دی او نه هم منع ګرځول شوی، خو بې له کوم قانع کونکی دلیله ډیر جالب یا هم ځینې وختونه خندونکی ګڼل کیږی.

که څه هم یو شمیر ښځې به هارمونیه یا د موسیقی ځینې الات غږوی خو بیا هم پوښتنه دا ده چې ولې دغه چاره یو شمیر ته محدود شی او ولې عادی نه ګڼل کیږی؟

زما یاد شی، د فرشتې سما هارمونیه غږول یې له موټر ځغلولو سره تشبیه کړل، یعنې ویل یې: “داسې معلومیږی لکه موټر چې چلوی”.

له بایسیکل او هارمونیې ورهاخوا د موټر په جلو کیناستل او چلول یې هم یو نارینه اړ باسی په دوکان کې کاروبار پریږدی او د سرک په منځ کې هغې ښځې ته وګوری چې دغه کار کوی، په سرک کې کتابونه په لاس دوه روان محصلین اړ باسی یو بل په اوږه ووهی او دواړه متوجه شی چې یوه ښځه موټر چلوی.

د ښځینه خبریالانو لخوا په اوږه کمره ایښودل او تصویر اخیستل هم د ډیرو هغو کارونو بیلګې دی چې جالبه او په تمامه معنی غیر عادی کارونه دی.

اصلا دغه چارې نه د ټولنې سنتی والی پورې اړه لری او نه هم د ښځو پر وړاندې له محدودیتونو  څخه ګڼل کیږی.

پوښتنه دا ده چې ولې یوه ښځه په موټر، بایسکل یا هره وسیله کې کیناستلای شی خو چلولای یې نه شی؟ ولې یوه ښځه سندرې ویلای شی خو هارمونیه یا بله اله نه شی غږولای؟ ولې یوه ښځه خبریالی کولای شی خو په اسانۍ تصویر اخیستونکې نه شی کیدلای؟ ولې باید یوه ښځه په بازار کې د ناوخته کیدو په صورت کې منډې وهی؟ ولې باید سودا واخلی خو چې وږې شی بهر  څه و نه خوری؟ ولې باید دباندې ووځی خو بام ته و نه خیژی او ولې ډیر نور…؟

که څه هم دغه چارې یو شمیر ښځې په اسانۍ یا په سختۍ ترسره کولای شی خو بیا هم پوښتنه دا ده چې ولې یې یو شمیر ترسره کړی او ولې پکې محدودیت موجود وی؟

ایا دا ښځې دی چې بې له کومه غوره په هرې مثبتې چارې سترګې پټوی که دا ټولنه او خلک دی چې لا هم ښځې ځپی او له کومې معنی، منطق او استدلال پرته ورته حدود ټاکی؟

اصلا ولې باید وویل شی چې موږ لا اړتیا لرو چې ډیر نور کارونه وکړو او د دغه چارو ترسره کول نه اړین دی او نه ارزښت لری؟

ولې باید مبارزه وشی چې نجونې ښوونځی او پوهنتون ته لاړې شی، خو مبارزه و نه شی چې نارینه دې خنډ نه ګرځی چې یوه ښځه دې په تمامه معنا له مدنی حقونو  او ټولنیزې برابری ګټه واخلی؟

ایا لا هم دغه ټولنه د نرواکۍ له سیورې لاندې ده، که دا ښځې دی چې نه غواړی د نرواکۍ له سیوری رابهر شی؟ ایا اړتیا نه ده چې د ټولنیزې برابرۍ لپاره دې نور ګام پورته شی او په دې بې دلیله نه منونکو باندې ځینې شیان ومنل شی؟

باید وغږیږو، سره له دې چې د ښځو په تعلیم، اقتصاد، ځواکمنتیا، کار او نورو لومړنیو اړتیاو غږیږو او مبارزه کوو، اړتیا ده په دغو خبرو هم بحث او خبرې وکړو، له نالوستو او ناپوهو سربیره له لوستی او د پراخ فکر خاوندان هم حتی د دغو نه منونکو په ډله کې راځی، باید ورسره خبرې وکړو او قناعت ورکړو چې په هر اړخیزې ‘ټولنیزې برابری’ ایمان او باور پیدا کړی، باید درک شی چې موږ اړتیا لرو د ډیرو لومړنیو ستونزو د حل تر څنګ، د هغو ستونزو حل ته هم اړتیا لرو چې زموږ ټولنې ته په تمامه معنی د یوې متمدنې ټولنې رنګ او بوې ورکوی.

که د نسبی ازادیو او حقونو درلودونکې ټولنې اوخلک په هر اړخیزې ټولنیزې برابری باور و نه لری، له هغو کورنیو او ټولنو څخه دې هم تمه نه لری چې حتی د ښځو زده کړې او لومړنی حقونه ورته مضخرف او بې ارزښته ښکاری.

هغوی چې باور لری ښځې دې برابر خواړه وخوری، ښوونځی ته د ولاړې شی، کار او سفر دې وکړی باید پر دې باور پیدا کړی چې ښځې دې بایسیکل وچلوی، هارمونیه دې وغږوی، کامره دې واخلی، تصویرونه دې وباسی او له هرې هغه چارې سره دې عادی چلند وکړی چې نارینه چاره ګڼل کیږی.

نوشته‌های مشابه

دکمه بازگشت به بالا